د سولې سياسي مذاکرات او مونږ!

 

د سولې سياسي مذاکرات او مونږ!

سياسي مذاکرات او سياسي مناظرې تر مېنځ فرق وجود لري او زمونږ ډېر وخت په همدې او دهمدې مفاهيمو په نه پوهېدو، مو وخت او فرصتونه ضايع کړاى شو.
پر طالب افغان ټولنې ته شل کلن شکلي راوړل شوي مثبت او منفي ارزښتونو د منلو هڅې او د طالب لخوا د اسلامي امارت او د اسلام د مباديو نه ددوى د تعبير او تفسير د تحميل هڅې ددې خبرې ثبوت دى چې دوى له سره دمناظرې او سياسي مذاکرې تر مېنځ توفير باندې درست نه پوهېږي.
د سياسي مذاکرې پر ميز مناظر کول او يوبل له خپلو تېرول او د ملت د پريکړو پورې اړين مسايلو په سياسي مذاکراتو او د ملت په غياب کې د فيصلې هڅې د سياسي مذاکراتو د درست مفهوم نه پوهېدل دي.
د سياسي مذاکرې لپاره له اولني روغبړه روسته بايد ټولې خواوې ښکاره ووايي چې افغانستان کې سياسي قدرت ته رسيدل د افغانستان د ملت د حاکميت د لارې کومې او دوى پر کومه لار تأکيد لري؟
هغه کار چې د سولې د مذاکراتو لپاره د امريکې استازي جناب داکتر زلمي خليلزادپه دې تېرو څه کم دوه کلو کې ونه کړ او يايې هغه خپل اولويت ونه ګڼه. هغوى د وظيفې له مخې د امريکې ګټې خوندي کول غواړي،تر څو د امريکې د جمهوري رياست له ټاکنو نه د مخه د افغانستان د روانې جګړې په اړه د امريکې خلک د ترامپ بريا او د کار نتايج محسوس او تر لاسه کړي!
د طالبانو سره د مذاکراتو په چوکات کې چې کله د سياسي قدرت ته در رسېدو ميکانيزم مسئله حل او توافق ته ورسېدو او هغه يو وګړى او يو افغان يوه رايه، بيانورې خبرې او نور تدابير!
پر دې بحث بيا پيل کيږي چې څنګه داتضمين کړاى شي چې ملت ته د لوبې قاعده ښکار روښانه او د ملت د حاکميت موجب شي.

زه باور لرم چې افغاني ګروپ بايد دوحې ته د خپل سفر نه مخکې د سياسي مذاکراتو پر تعريف توافق وکړي.

او هو دغه سياسي مذاکراتو کې د افغانستان موجود سياسي ګوندونو ته ولې ونډه منطق نه دلري او نه شته؟
کله چې دې باندې توافق وشو چې يو وګړى يو رأيه، بيا دغه موخې ته د رسېدو خبر مطرح کيږي چې د ملت د حاکميت پر ميکانيزم بايد خبرې پيل شي.
وړانديز کوم او مناسبه بولم چې دلته بايد د نړېوالې ټولنې تر نظارت او حضور سره افغان حکومت، د افغانستان د روستيو جمهوري رياست له 5 کانديدانو نه چې د ملت اقلاً 5% رأى يې د افغانستان د جمهوري رياست وړي وي يو استازى او د حکومت له خوا پېنځه کسه او يو تخنيکي ټيم د اړتيا پر بنياد، لس کسيز تخصصى تيم او امنيتي ټيم په کار دى. پر ستيج يواځې او يواځې سياسي ټيم راوځي. تخصصي ټيم د ناستې خبرې راټولوي او خبرو ته مسلکي استقامت ورکوي او تخنيکي ټيم د کار د مخ ته وړلو امکانات برابروي. امنيتي ټيم خپل امنيتي وظايف او دندې لري.
ښه دولتدارى او ښې سالمې ټولنې ته مثبت وده او انکشاف ورکول ايجابوي چې امورو ته د قانون سره سم استقامت ورکړاى شي خو ددې مسئلې سره په عدم توافق د پورتني ترند نه بل ډول ميکانيزم او سياسى ګوندو ته عدم توجه او عدپاملرنې لامل دادى چې:
پر قومى، ژبنيزو او سمتى اصولو جوړ شوي حزبونه بايد د ادارى حکم پر اساس منحل اعلان شي او دوى ته محکمه کې د مرافعه طلبۍ فرصت ورکړل شي.
عملاًړنګ شوي ګوندونه لکه حزب اسلامي، جمعيت اسلام او… بايد خپله د صلاحيت مشروع مرجع اول خپلو کې مالومه کړي او بيا سياسى ميدان ته په مشروع نامه ځان مطرح کړي! د مسايل نور تفاصيل هم لري.
داکتر صلاح الدين سعيدى
28/2/2020

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.