د سولې بین الافغاني خبرې نه دي ځنډول شوې
(تاند، پنجشنبه د جدي ۲۵) د افغان سولې د دوهم پړاو له پیل څخه څو ورځې وروسته یو شمیر کورنیو او بهرنیو رسنیو خبر خپور کړ، چې بین الافغاني خبرې اترې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د نوي حکومت تر پیل کیدو پورې ځنډول شوي دي.
خو همدا نن شپه بیا په قطر کې د طالب پلاوي ویاند محمد نعیم وردګ، رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې اترې نه دي ځنډېدلي او د دواړو لورو د تماس ډلې له یو ـ بل سره په جریان کې دي.
محمد نعیم وردګ ویلي: “هغه خبرونه چې وايي په دوحه کې بين الافغاني مذاکرات تر نا معلومې نېټې پورې ځنډيدلي، حقيقت نه لري، د بين الافغاني مذاکراتو دواړو ټيمونو تر منځ تماسونه جريان لري.
د يادونې ده چې په هېڅ ځای کې د مذاکراتو مجلسونه روزمره او په مسلسل ډول نه وي، ځکه کله کله خپل منځي مجالسو ته هم ضرورت پېښېږي.”
د افغان حکومت مرکچي پلاوي او د ملي روغې جوړې شورا بیا تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
د افغان سولې مذاکرات، چې له شل ورځني ځنډ څخه وروسته د روانې میلادي میاشتې په ۶مه نیټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شول، یوازې یو ځل د دواړو لورو ترمنځ مخامخ ناسته شوې ده، چې جزیات یې لا هم له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
نظرات بسته شده است.