د سمنګان لپاره نوي ټاکل شوي والي عبدالطیف ابراهیمي رسماً کار پیل کړ
دآزادی راډیو
د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې د سمنګان لپاره نوي ټاکل شوي والي عبدالطیف ابراهیمي نن رسماً په کار پیل وکړ.
د سمنګان پخواني والي عبدالکریم خدام چې درې ورځې وړاندې د ولسمشر د فیصلې له مخې له دندې لیرې شوی و، له دغې پرېکړې سره مخالفت کړی و، خو د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیره یوسفزاده ازادي راډیو ته وویل چې د نوي والي د معرفي کولو په مراسمو کې یې په خپله حضور درلود.
نوموړې وايي:
“نن له غرمې مخکې د سمنګان نوي والي عبدالطیف ابراهیمي د سیمهییزو ارګانونو د ادارې د پالېسۍ د مرستیال او د پخواني والي ښاغلي خدام په حضور کې رسماً خلکو او سیمهییزو مسؤلینو ته معرفي شو او هېڅ ستونزه رامنځته نهشوه.”
یوسفزاده دغهراز وویل چې نور نوي ټاکل شوې والیان به هم د دې اوونۍ تر پایه په کار پیل وکړي.
نوموړې د عطا محمد نور په اړه چې هغه هم د بلخ ولایت له مقامه د لیرې کېدو په برخه کې د ولسمشرۍ له فیصلې سره مخالفت کړی د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بلخ لپاره به هم نوی ټاکل شوی والي په کار پیل وکړي، وویل چې پر دې مسئلې خبرې روانې دي او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.
له دې مخکې د بغلان د ولایتي شورا یو شمېر غړو له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي و چې د سمنګان د پخواني والي پر ځای د نوي والي د کار د پیلېدو لپاره دې د بغلان ولایت له پوځي ځواکونو کار نهاخلي.
دوی دغه اندېښنه تېره شپه په بغلان کې په یوه خبري غونډه کې وروسته له هغې څرګنده کړه چې د راپورونو له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ د سمنګان د نوي والي د کار د پیلېدو لپاره د بغلان ولایت پوځي او ملکي چارواکو ته د تیارسی امر کړی دی.
نظرات بسته شده است.