د سلام رحیمي او عمر داودزي نوې دندې

دآزادی راډیو

یوې معتبرې حکومتي سرچینې ویلي چې د ولسمشر غني د دفتر رئیس احتمالاً د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکل کېږي.

د دې خبر خپرېدل د افغانستان د سیاسي څېړونکو ترمنځ بېلابېل نظرونه را پارولي دي.

وروسته له هغې چې د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه د سلام رحیمي د احتمالي ټاکلو خبر خپور شو، یو شمېر څېړونکي وايي چې د سولې د عالي شورا په خوا کې دا مشابه تشیکلات د سولې بهیر نور هم ټکني کوي.
سرچینه: احتمالاً سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او عمر داودزی د ولسمشر غني د کمپاین مشر شي https://pa.azadiradio.com/a/30000770.html

سرچینه: احتمالاً سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او عمر داودزی د ولسمشر غني د کمپاین مشر شي
په حکومت کې یوه باوري سرچینه وايي چې احتمالاً د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر رئیس سلام رحیمي…
دوی وايي، حکومت غواړي چې د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه د سلام رحیمي په انتخاب سره د افغان سولې بهیر حکومتي کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې حاجي سید داود د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، وروستۍ ټاکنې په ځانګړې توګه د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه د سلام رحیمي احتمالي ټاکل ممکن ځینې ستونزې را ولاړې کړي.

ده وویل: که د دې لپاره چې پخوا ښاغلی رحیمي د ولسمشر باوري کس و او سولې ته د ښه نیت لپاره یې ټاکلی وي، ستونزه نشته، خو که چېرې د بې باورۍ په فضا کې یې بلې څوکۍ ته معرفي کړی وي، زه فکر کوم چې ښاغلي غني ۷۵ سلنه خپل ټیم له لاسه ورکړی.

په حکومت کې یوې باوري سرچینې د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې احتمالاً د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر رئیس سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکل کېږي.
​خو سرچینې دا ونه ویل چې ښاغلی رحیمي به د خپلې نوې دندې تر څنګ، د پخوا په څېر د ولسمشر د دفتر رئیس هم پاتې شي او که نه.

تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې هم د ښاغلي رحیمي د ګوښه کېدو اوازې خپرې شوې دي.

په عین حال کې د سولې په شورا کې یوې سرچینې تأیید کړې چې د دې شورا د دارلانشا رئیس محمد عمر داودزی د ولسمشر غني د انتخاباتي کمپاین د مسؤل په توګه ټاکل شوی دی.

د چارو افغان کارپوه وحید مژده وايي، د سولې د عالي شورا په خوا کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړېدل په دې برخه کې د تشکیلاتو د پړسېدو په معنی دی.
ښاغلی مژده ازادي راډیو ته وایي: نوموړی (رحیمي) داسې یو کس نه دی چې طالبان دې ورته په احترام وګوري او نه هم نوموړی پخوانی سیاسي شخصیت پاتې شوی، زه فکر کوم ټاکنه یې ښه اقدام نه، بلکې د سولې په وړاندې یو بل خنډ رامنځته کول دي.

په دې اړه مو وغوښتل چې د سلام رحیمي او محمد عمر داودزي نظر هم واخلو، خو بریالي نشو.

شااو خوا یوه نیمه میاشت وړاندې د سولې مشورتي لویې جرګې حکومت ته وړاندیز وکړ چې د سولې د عالي شورا په تشکیلاتو دې له سره غور وشي.

اوس معلومه نه ده چې د سولې په چارو کې د دولت د وزارت په جوړېدلو سره به د سولې عالي شورا تشکیلات پاتې شي که به له منځه ولاړ شي.

د سولې د عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.