د سعودي او قطر اختلاف د افغانستان سولې ته زیان اړولی

 

تاند- رویټرز خبري اژانس د یوه طالب مشر په قول وايي چې د سعودي عربستان او قطر ترمنځ اختلاف د افغانستان د سولې پروسې ته زیان اړولی دی.

ټاکل شوې وه چې د سعودي عربستان په جده کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو په ګډون د سولې خبرې وشي خو طالبانو وویل چې په هغه غونډه کې برخه نه اخلي چې د افغانستان د حکومت استازي پکې حضور ولري.

وروسته وټاکل شوه چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې بل پړاو خبرې په قطر کې وشي خو دا غونډه د خبرو د اجنډا پر سر د اختلاف له کبله ونه شوه.

بیا هم په پام کې ده چې د سیمې د هیوادونو له سفره وروسته زلمی خلیلزاد او طالبان خبرو ته کښېني خو رویټرز د ځینو دیپلوماتیکو سرچینو په قول وايي چې د دواړو خواوو د خبرو د ځای پر سر اختلاف دی او ممکن بیا د دې اختلاف له کبله د دوی غونډه وځنډېږي.

رویټرز وايي، د افغانستان د یوه ګاونډي هیواد دیپلومات ورته وویل«ښکاره ده چې که د سولې خبرې په قطر کې وي سعودي او امارات پکې ګډون نه کوي خو طالبان په دې اصرار کوي چې خبرې دې په دوحه کې وشي.»

د طالبانو یوه مشر هم، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز ته ویلي«د سعودي او قطر اختلاف زموږ د سولې پروسې ته زیان اړولی دی. سعودیان بې ضرورته پر موږ فشار راوړي چې اوربند وکړو، حال دا چې په خپله امریکایان هم د اوربند په اړه څه نه وايي.»

مخکې ادعا شوې وه چې په قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې په دې خاطر وځنډېدې چې امریکا غوښتل پر اوربند خبرې وشي خو طالبانو د بندیانو پر تبادلې ټینګار کاوه.

د افغانستان حکومت د دوشنبې په ورځ وویل چې سیمه ییزو سیالیو د افغانستان د سولې پروسه ستونزمنه کړې ده.

د ویلسن انستیتیوت شناند مایکل کوګلمن له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه وویل چې رسمي خبرې پیل شوي نه دي او که طالبان احساس کړي چې خبرې د دوی په ګټه نه دي، په اسانه خبرې بس کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.