د روښنايي غورځنګ د مظاهرې د قربانیانو خپلوانو د دغه غورځنګ پر مشرانو رسماً دعوه وکړه

 

 

تاند- د روښنايي غورځنګ د تېر کال په مظاهرو کې د یو شمېر وژل شویو کسانو خپلوانو د دغه غورځنګ د مشرانو خلاف په لویه څارنوالي کې دعوه ثبت کړه.

تېر کال د زمري یا اسد په دوهمه نېټه د روښنايي غورځنګ مشرانو په دې انګېزه چې ګواکي حکومت له هزاره ګانو سره د تعصبت له کبله نه غواړي چې د ترکمنستان د برښنا مزی د بامیان له لارې کابل ته وغځول شي، خلک ولمسول چې مظاهره وکړي. په مظاهره کې، چې د انتحاري حملو په اړه د امنیتي اورګانونو له خبرداري سره سره وشوه، د کابل په بریکوټ سیمه کې نژدې ۱۰۰ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ژوبل شول.

د انتحاري بریدونو مسوولیت داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې، چې له شیعه ګانو سره سخته دښمني لري، په غاړه واخیست.

د دې پېښې د قربانیانو خپلوانو په خپله دعوه کې ویلي چې د روښنايي غورځنګ مشرانو خلک له امنیتي ګواښونو خبر کړي نه ول او دا په داسې حال کې ده چې امنیتي اورګانونو دوی (د روښنايي غورځنګ مشرانو) ته خبرداری ورکړی و.

لویې څارنوالۍ تراوسه پورې د شکایت کوونکو د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.