‘د دولت او طالب مرکچي پلاوو ترمنځ بن بنست ماتولو لپاره ۵ هېوادونه منځګړیتوب کوي’

دآزادی راډیو

د افغانستان په ملي مصالحې عالي شورا کې یوه باخبره سرچینه وایي، د قطر په ګډون پنځه هېوادونه د افغان دولت د مذاکراتي ټيم او طالبانو ترمنځ له بن بنست نه د خبرو د ایستلو لپاره منځګړیتوب کوي.

سرچینه دا مهال په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو او د تماس ډلو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلې بولي، خو بیا پیل ته‌یې هیله ښيي.

دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې ونه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو خبرو د بیاځلي پيل لپاره به قطر، جرمني، ناروې، اندونزیا او ازبکستان منځګړیتوب وکړي.

سرچینه دا هم وایي چې ټاکل شوې نن د طالبانو او افغان دولت د تماس ډلو ترمنځ خبرې بېرته پیل شي.

خو د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې حبیبې سرابي بیا ازادي راډيو ته په یو پیغام کې لیکي چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې نه‌دي درېدلي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تأییدوي چې د دواړو خواوو د رهبرۍ غړو او تماس ډلو ترمنځ جلسې شوې دي.

اغلې انوري وايي، د افغان دولت د سولې د مرکچي پلاوي څو تنه غړي د اداري او ضروري چارو لپاره کابل ته ستانه شوي، خو خبرې نه‌دي درېدلي.

مېرمن انوري د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۰» ازادي راډیو ته په دې اړه زیاته کړه: “د دوی د نه‌شتون په جریان کې څو ځلې د دواړو ټيمونو د رهبرۍ او تماس ډلو ترمنځ مجلسونه شوي دي، تر اوسه پورې مشخص پرمختګ نه‌شته، په دې مجلسونو کې د بیانولو یوه نوې شېوه باندې بحث وشو ترڅو یوې نتیجې ته ورسېږي.”
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو د راپور د خپرېدو تر مهاله د دغې ډلې ویاندویانو زموږ پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه.

د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ وروسته له هغې خبرې ځنډنۍ شوې چې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره د طرزالعمل د جوړېدو په برخه کې په دوو مواردو اختلاف رامنځته شو، د طالبانو ټینګار دا دی چې د خبرو پر مهال به ستونزې یوازې د حنفي قفهې پر مټ هوارېږي او بل دا چې د بین‌الافغاني خبرو بنسټ به هم دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه وي، خو افغان مرکچي پلاوی ورسره دا نه‌مني او بدیلې طرحې یې وړاندې کړې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.