د دوحې ناسته د افغانستان د روان تاوتریخوالي د ختمېدو په ټینګار پای ته ورسېده

دآزادی راډیو

د دوحې په بین الافغاني ناسته کې موافقه شوې چې په عام المنفعه تاسیساتو باندې بریدونه بند او د خلکو د سر او مال تضمین وشي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په تړاو بین الافغاني ناسته د تاوتریخوالي په بندېدو او د سولې د خبرو په دوام پای ته ورسېده.

د دې ناستې په پرېکړه لیک کې چې د شپې ډېر ناوخته خپور شو، په عام المنفعه تاسیساتو د بریدونو بندېدل، د خلکو د سر او مال د ساتنې تضمین، د سولې د خبرو دوام او د معیوبو او ناروغو بندیانو خوشې کېدل مهم موارد دي
د اته ماده ییز پرېکړه لیک په پنځمه ماده کې د ناستې ګډونوالو د جنګ په ښکېلو خواو غږ کړی چې په دیني، مذهبي بنسټونو، روغتونونو، ملکي تعلیمي او تحصیلي موسسو، بازارونو، بندونو او کارځایونو بریدونه بند شي.

د یادې مادې یو بل بند ټینګار کوي چې د خلکو د سر او مال د ساتنې تضمین دې وشي او د ملکیانو تلفات دې صفر ته راکم شي.

د یاد پرېکړه لیک یوه مهمه برخه په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او فرهنګي برخو کې د اسلامي ارزښتونو په اساس د ښځو د حقونو تامینېدل دي.

د افغانستان د سولې په تړاو د دې بین الافغاني ناستې ګډونوالو همداراز ټینګار کړی چې د دایمي، ټولمنلي او با ثباته سولې تامین د ټولشموله بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې ممکن دی.

د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې هوکړې دې په یوه نړیوال کنفرانس کې تأیید او د اړوندو شرایطو په بشپړېدو سره دې د سولې پروسه پيل او د سولې د تړون په تطبیق باندې څار وشي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو خاص استازي زلمي خلیلزاد د دغه کنفرانس ترسره کېدل په خپله یوه لویه کامیابي یاده کړه.
هغه پرون شپه د دوحې د بین الافغاني ناستې د ختمېدو په درشل کې له ازادي راډیو سره مرکه وکړه او ویې ویل: هو همدا چې مجلس دایر شو، دا زما په نظر یو غټ موفقیت و چې افغانان په یوه اطاق کې له یو بل سره کېني او خبرې وکړي، خپل دردونه او خپلې ارزوګانې له یو بل سره شریکې کړي، دا یو مهم او حتمي قدم و، ډېر خوښ یم چې دا قدم عملي شو، زه دې کنفرانس ته بریا غواړم او زه هیله مند یم.

د جرمني او قطر په ګډ کوربه توب د دوحې ناسته د یکشنبې او دوشنبې په ورځ ترسره شوه او ګډونوالو یې له خپلو شخصي ادرسونو د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه یې شریک کړل.

په دغه ناسته کې د طالبانو ۱۷ استازو او له کابله یو ۵۳ کسیز پلاوي ګډون کړی و چې حکومتي چارواکي، د ملي شورا او مدني ټولنو ځیني غړي، سیاسیون، د رسنیو استازي او یو شمېر ښځينه فعالان په کې شامل وو.

په قطر کې د بین الافغاني ناستې ګډونوالې ځینې ښځينه فعالانې له زلمي خلیلزاد سره په یوه ګډ انځور کې
په قطر کې د بین الافغاني ناستې ګډونوالې ځینې ښځينه فعالانې له زلمي خلیلزاد سره په یوه ګډ انځور کې
د افغان حکومت یوه لوړپوړي مقام د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دوی خپل پیغام چې د سولې د خبرو ژر تر ژره پیل یې مهمه برخه جوړوي، د خپل استازي په لاس دې بین الافغاني ناستې ته رسولی دی.

د دوحې دا بین الافغاني ناسته تر دوو پخوانیو هغو چې په مسکو کې وشوې، ځکه توپیر درلود چې دا وار د حکومت ځیني لوړپوړیو چارواکو هم پکې برخه درلوده.

د اداري اصلاحاتو د کمېسیون رئیس نادر نادري چې ولسمشر غني ته نږدې کس دی، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئیس عبدالمتین بیګ او د ملي امنیت شورا مرستیاله شهرزاد اکبر له هغو درېیو لوړپوړو افغان چارواکو وو چې په دې ناسته کې یې برخه درلوده.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.