د دفاع او کورنیو چارو وزیران: د امنیتي ځواکونو تجهیزات لږ او د مخالفینو ګواښونه جدي دي

 

د هېواد په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول، په مرکزي ولایتونو کې ناوړه امنیتي وضعیت د افغانستان ولسي جرګه اړ کړه چې د چهارشنبې په ورځ د کورنیو چارو او دفاع وزیران استجوابیه غونډې ته ور وبولي.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو مسؤلین په هېواد کې د جګړو زیاتېدو ته په کتو وايي، د امنیتي ځواکونو امکانات لږ او د وسله والو مخالفینو ګواښونه جدي شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کي وویل، د ټولو امکاناتو په کارولو سره هڅې کوي چې د وسله والو مخالفینو د حملو مخه ونیول شي.

د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وايي، د غزني ولایت د مالستان او جاغوري، د غور ولایت د چهارسدې او او د ارزګان د خاص ارزګان ولسوالۍ او همداشان د کندز، بغلان، جوزجان، زابل، فاریاب، فراه او سرپل ولایتونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ښاغلی بهرامي وايي، امنیتي ځواکونه د عملیاتو په ترسره کولو سره هڅې کوي چې وضعیت عادي شي، خو د ده په خبره، امکانات لږ دي
دی وایي:

“رښتیني خبره دا ده چې د هېواد پر وړاندې توطیعې ډېرې او ګواښونه زیات دي، خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو امکانات د دغو ګواښونو پر وړاندې لږ دي، څه چې موږ یې د امکاناتو په حیث لرو، استفاده ترې کوو، خدای شاهد دی چې نه شپه لرو او نه ورځ.”

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وايي، مالستان او جاغوري ولسوالیو ته اضافي ځواکونه لېږل شوي او د ملي اردو لوی درستیز جنرال شریف افضلي په غزني ولایت کې د جګړې لارښوونه کوي.

د کورنیو چارو او دفاع وزیران په داسې حال کې د ولسي جرګې عمومي غونډې ته بلل کېږي چې په مرکزي ولایتونو کې په ځانګړي ډول د غزني په مالستان او جاغوري، د ارزګان په خاص ارزګان او د غور په چهارسدې کې امنیتي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

تر دې حده چې د دغو سیمو سلګونه اوسېدونکو د ناامنیو د زیاتېدو په غبرګون کې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ارګ مخې ته لویه مظاهره وکړه او له امنیتي مسؤلینو يې د وسله والو په وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د وکیلانو د پوښتنو په ځواب کې په دغو سیمو کې د جګړو د څرنګوالي په اړه وویل چې دغه جګړې په هېڅ وجه قومي رنګ نه لري.
دی وایي:

” دا جګړه خدای ناخواسته قومي جګړه نه ده، په هر ځای کې چې ولسي وګړي هوسا اوسي، د افغانستان دښمنانان نه غواړي چې د حکومت حضور پکې ثابت پاتې شي او خلک يې په ارامۍ کې ژوند وکړي، هغوی غواړي چې حکومت تر فشار لاندې راولي او خلک د حکومت پر ضد راپاڅوي. ”

د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو د زیاتېدو ترڅنګ د حکیم شجاعي په شان قوماندانان چې په ارزګان ولایت کې خپلسري وسله وال فعالیتونه لري، هم د اندېښنې وړ وبلل.

دوی وايي، حکیم شجاعي له ۱۳۹۱ لمریز کال راپه دېخوا له افغان امنیتي بنسټونو سره هېڅ اړیکه نه لري، خو ورسره لسګونه خپلسري وسله وال د ارزګان په یو شمېر سیمو کې په تاوتریخوالې کې لاس لري.

ښاغلي بهرامي او ښاغلي برمک د ولسي جرګې دغه ناسته د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د ناامنیو له امله ژر ترک کړه، خو د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وویل چې امنیتي مقامات به د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د جرګې د کمېسیونونو د رئیسانو په غونډه کې برخه واخلي.

راپور: خان محمد سیند.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.