د داعش د امربالمعروف مسوول په چادرۍ کې ونیول شو

 
تاند- د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي، د داعش ډلې د امربالمعروف مسوول یې په چادرۍ کې نیولی دی.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ نن /سې شنبه/ وویل، د داعش د سرزورې ډلې د امربالمعروف مسوول (منور) د هسکې مینې ولسوالۍ په دیاغي بند سیمه کې په داسې حال کې د ملي پولیسو له لوري نن /سې شنبه/ ونیول شو چې چادري یې پر سر کړې وه.

د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې له منور سره یې دوه تنه نور هم نیولي دي. د دې قوماندانۍ په وینا نیول شویو۲ تنو، چې محمد نبي او اول خان نومېږي، غوښتل چې د داعش د امربالمعروف مسوول منور په چادرۍ کې د داعش مرکز ته ورسوي.

د ننګرهار په هسکه مېنه، اچین او کوټ ولسوالیو کې تر تېر کال پورې داعش ډېر فعال و خو اوس دا ډله ډیورند کرښې ته څېرمه غرونو او کونړ ولایت ته لېږدلې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.