د خلکو ټولنیز او سیاسي شعور لوړول د ریښتینو روڼ اندو مسؤلیت دی March 15, 201

 

 

محمد عارف رسولي –

د مازدیګر څور نیمې بجې شاوخوا وخت و، د کابل ښار د کمپنۍ له بازاره په موټر کې تیریدم او په خواشینۍ سره مې د خپلو خوارو خلکو بد حالت مشاهده کاوه. ما لیدل چې د سړک دواړو غاړو ته د تګ راتګ په ځای کې په خورا نامنظمه توګه په زرهاوو کسانو له دوړو ډکې او غیر صحي میوې، ترکارۍ، خوراکي او نور توکي پلورل. ښه زیاته ګڼه ګوڼه وه، په موټړو، موټر سایکلونو، بایسکلونو او پیاده تلونکو خلکو ټولو هڅه کوله چې په سختۍ لاره و باسي، هر چا د سړک له یوې غاړې بل پلو ته بیله کومو مقرراتو منلو په نامنظمه توګه تګ راتګ کاوه. دوړو او بد بوی سړي ته خورا زیات کړاو ورکاوه، له همدې کبله د ځینو خلکو تر سترګو اوښکې روانې وې، په ګردونو پټو او په خیرنو جامو کې پوښلو بیوزلو خلکو له یو بل سره د توکو په خرڅلاو کې سیالي کوله تر څو د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ روزي و ګټي. داسې فکر کیده چې ټول کوم توکي پلوري او زیاته پته نه لګیده چې څوک یې پیري.

خو له ډېر ځنډ وروسته یو یو لوکس موټر هم تیریده، تا به ویل چې دا نو له کومې بلې نړۍ راغلی دی. زما فکر د یو څو دقیقو لپاره په دې مصروف شو چې آیا دا کس به د خپلو خلکو په دې خوار حالت، لاملونو او ورڅخه د وتو په لارو لږ شانته فکر کوي او که نه، آیا هغه به د ځان مسؤلیت بولي چې د خپلو خلکو دا خوار او زار حال سم کړي. که دا حالت یې د یوه انسان په صفت دروي دردوي، نو آیا د کومې رغنده کړنلارې او تګلارې په بنسټ به غواړي چې بدلون او سمون راولي. آیا دا کس او ورته نور به دومره پوهه لري چې و منی دا حالت ډېر دوام نه شي کولای، یا به د خلکو ژوند ښه کیږي، ټولنیز عدالت به رامنځته کیږي او یا په خدای مه کړه په دې ملک کوم بل ناورین راځي.

د پورته حال تر کتو وروسته د کمپنۍ د بازار شمال خواته د هستوګنې په غیر پلاني ساحه کې د یوه دوست د لیدو لپاره په موټر کې روان شوم. له دوړو ډکو، چټلو، نریو، کږو وږو او غیرو منظمو کوڅو او نورو بې شمیره ننګونو د خلکو ژوند له کړاوونو ډک کړی و. په دې کنډو کپرو سړکونو د ناروغانو، کار و بار لرونکو، دولتی او د موسسو کار کوونکو تګ راتګ کاوه او کله به چې په موټر کې ناست په دې تنګو او ورانو سړکونو له یو بل سره مخامخ شول تا به ویل چې له خواشینۍ زړه وچاوده ځکه زیات قیمتي وخت به یې ضایع کیده. خلک د بې صبره او ټولنیزو نزاکتونو نه مراعات کوونکو کسانو له سپین سترګۍ زړه تنګي ښکاریدل او لږې مشاجرې د دې مظلومو خلکو اعصابو ته هر لحظه ټکان ورکاوه. ټول پوهیږو چې دا حالت زموږ په ملک کې د اوږدو شخړو او ورڅخه راټوکیدونکو ناخوالو معلول دی.

باید ووایم چې ما هلته کوم نوی کشف نه دی کړی، بلکه یوازې د افغانانو له کړاوونو څخه د ډک ژوند یوه وړه بیلګه مې مشاهده کړه او ورباندې د فکر په ټالونو کې زنګیدم. ټول افغانان زموږ دا او ورته لا نورې زیاتې ناخوالې، لکه بې مفهومه شخړې، مرګونه، د ملک ورانی او نور هره ورځ ویني. په کلو کې مو راز راز خو د بل ماهیت لرونکې ننګونې لیدل کیږي او هر با احساسه انسان ځوروي.

خو په دې ورځ زما تشویش دې ټکي ته زیات شو چې زموږ زیات خلک له دې کړاوونو سره یو ډول روږدي شوي، ورته موکه نه برابریږي چې په دې ننګونو، لاملونو او ورڅخه د وتو په لارو سم فکر وکړي. په دا ډول شرایطو کې ناخوالې نه یوازې کمیږي نه بلکه ورځ تر بلې زیاتې پیچلې او له پښو غورځوونکې کیږي.

اوسنۍ پورته یادې ناخوالې او زموږ د خلکو درک

زموږ خلک د پورته حالت په وړاندې په ډول ډول ګروپونو ویشل کیدای شي. زیات بیوزله خلک چې په ورته کړاوونو کې ژوند کوي، شپه او ورځ په یوه مړۍ روزي پسې لا لهانده وي، فکر کوي چې همدا ژوند دی، د بدلون فکر، تنده او اړتیا نه شي درک کولای، ورته وخت نه لري او شپه او ورځ ورباندې تیریږي.

یو شمیر داسې افغانان هم شته چې د خپلو خلکو دا حالت یې ځوروي، غواړي چې خپل مسؤلیت یو څه ادا کړي. د دوي ستونزه داده چې ډېر کم دا کار د کوم علمي منل شوي پلان له مخې کوي. هر کس او هره ډله چې یو پنځه کرښې ولیکي، یا کوم وړوکی کار وکړي نو یوازې ځان ویني، نور ټول افغانان او د هغوي قربانۍ له نظره غورځوي، په نفاق او ښکنځلو پیل وکړي او پورته ناخوالو ته د حل لارو موندلو په ځای لا نورې ستونزې رامنځته کړي.

بله ډله هر څه د یوې خاصې ایدیولوژیکي زاویې، چې د خپل سیاسي او ټولنیز شعور له مخې یې رامنځته کړې وي، ګوري. دوی یوازې تش په خیالونو کې سل په سلو کې د خيلې خوښې نظام غواړي، خو دا چې څنګه دا کار ممکن دی او د دوی مسؤلیتونه څه دي هسې غوږ هم نه ګروي. هغوی نه کومه کړنلاره او تګلاره پیژني، نه ورته کادرونه روزي، نه په ټولنه کې اوسنیو ترخو او تیرو تاریخي واقعیتونو ته نظر کوي او بس سر یې تمبه کړی وي او خپله یې منلې وي. که پاته راځي مسؤلیت په نورو ور اچوي، له خلکو هیله لري چې تر ابده ورسره په بیوزلۍ او فقر کې شپې تیرې کړي، شهادتونه او قربانۍ ورکړي، د دوي سیاسي تحلیل او د حالاتو انځورونه ومني او بل څه و نه غواړي.

خو یو شمیر د ګوتو په شمار کم سیاسي سوداګر او قومي ټیکداران هم شته چې شتمني یې له هره ځایه که په روا او که په ناروا وي ترلاسه کړې وي، بیا په کور، د کار په ځای او په لاره تر ایرکندیش لاندې په صافه هوا کې ژوند کوي، په شتو یې هره ورځ ورزیاتیږي، په مزو او چړچو کې ژوند تیروي. دوی په علمي توګه او د هیواد او خلکو د پورته یادو ستونزو د حل لپاره په علمي توګه نه بلکه قومي، ژبنیو او سمتي اختلافاتو ته لمن وهي تر څو اوبه خړې او کبان ونیسي. د خپلو خواریکښو خلکو له کړاوونو سترګې پټوي، په قومي کرکو او ډلبازیو کې یې راګیروي تر څو د خپلو ګټو لپاره یې وکاروي، نه پریږدي سیاسي او ټولنیز شعور یې لوړ او په خپلو پورته ستونزو او ورڅخه د وتو په لارو سوچ وکړي.

په پورته ننګونو کې فرصتونه لټول

دلته زما موخه دا نه ده چې ګران لوستونکي ناهیلي کړم. یوازې غواړم و یې هڅوم چې په هره مشاهده کې فکر وکړي، د مسؤلیت احساس وکړي، ستونزو او حل لارو ته ښه ځیر شي. خو ناهیلي نه شي، مثبت فکر او جوړوونکي دریځونه ولري، د ښه ژوند او د هیواد د پرمختګ لپاره ګډ کار ته مټې راونغاړي.

هغه څوک چې مثبت فکر کوي، د شته ترخو واقعیتونو او ناخوالو تر څنګ هغه څه او ممکنه ښه حالت هم لیدلای او تجسم کولای شي چې څنګه پورته ننګونې په فرصتونو واړول شي. د مثال په توګه، د هغه دوست کره چې زه تلم که څه هم په بیوزلۍ کې ژوند کوي، یوازې به پنځه زره افغانیو چوکي داري کولو، خو لوړ همت د خپلې کورنۍ لاس او خوله چلوي، خو زوی یې افغان ترک لیسې ته په ښه نمره بریالی شوی و، تل په پخپل ټولګي کې اول نمره او الله تعالی ورته ستر استعداد ورکړی دی.

لکه میرویس نیکه چې وايي هوښیاري یوازې په ناز او نعمت کې نه ده د افغانانو په غرو رغو کې هم هوښیاران لوییږي. دا خبره د کاڼې کرښه ده که ځوان کهول ته ډېر لږ شرایط برابر شي، له سترو سترو آرمانونو ورته یادونه وشي، نو ستره انګیزه او ستر خوبونه به یې خوب ته پرینږدي. دا خوبونه ځوانان له ناز او زیاتو نعمتونو ښه روزلای او په لویو انسانانو او ملي قهرمانانو یې بدلولای شي.

نو انشا الله تعالي په دې کنډو کنډوالو کې ستر ستر پټ نبوغ لرونکی ځوانان په لوییدو دي. که ورته پام وشي، د هیواد په هره ګوښه کې نورو ته هم څه نا څه سم شرایط برابر شي، نو را لوی به شي، د میرویس نیکه او احمد شاه بایا لاره به تعقیب کړي، د سید جمال الدین افغان په پله به پل کیږدي، میر مسجدي خان، امین الله خان لوګري او غازي محمد جانخان وردګ غوندې ملي قهرمانان به ورڅخه جوړ شي، د غازي امان الله خان د آزاد او پرمختللي افغانسان خوبونه به رښتیا کړي او شهید موسی شفیق غوندې نړیوال کادرونه به شي او هیواد به له بد بختیو وژغوري. که زموږ ملک یو څه په پښو ودریده، نهادونه مو سم شول، سوله راغله دا کڼدوالې، کڼد و کپر سړکونه او نور ټول هیواد به جوړ شي، دا د سړک په غاړه دوړو ته ناست ناروغه راز راز توکي پلورونکی به که خدای کول په سترو سترو پاکو مغازو کې د لویو شتمنیو خاوندان شي.

څه کول او د چا مسؤلیت؟

پوهان وایي چې له ورته ناخوالو څخه د وتو تر ټولو بنسټیز، غوره او ارزښت لرونکې پیل او د خلاصون هڅه دا ده چې د ټولنې ریښتیني روڼ اندي کسان، لیکوالان، شنونکي، مدني فعالان او سیاستوال لمړی خپله ځان اصلاح کړی، دروغ او یوازې خپلې ګټې پالل پریږدي، له مدني او ټولنیز فعالیت څخه دوکان جوړ نه کړي، په یادو ننګونو، لاملونو او د وتو په لارو خپلې ولسي پرګنې خبرې او عامه پوهاوی زیات کړي. که یو ځل عام ولس وتوانیده چې په خپلو ننګونو او د وتو په لارو یې سوچ او غور پیل کړ، خپل او د نورو مسؤلیتونه یې وپیژندل نیمې ستونزې به حل شوې وي او په سمه لاره به روان وي.

خادم او صادق روڼ اندي او لیکوالان باید دا کار د سم سوچ او ازمویل شوو کړنلارو، تګلارو او پلانونو په مرسته وکړي، تل تیر کارونه و ارزوي، له خپلو تیروتنو زده کړه وکړي او دا پروسه د یوه سیستم په ډول بیا بیا تکرار کړي تر څو یې وړتیا او تجرې زیاتې شي. هغوی باید د خلکو سیاسي او ټولنیز شعور لوړ کړي او عملي مبارزې، مشروع غوښتنو او د انساني ژوند برابرولو ته یې تیار کړي.

همدوی مسؤلیت لري چې پورته ننګونو ته د خلکو ور فکر کړي، په هکله یې عامه پوهاوی زیات کړي، خلک له خپلو حقونو خبر، د ښو خدمتونو تقاضا یې زیاته او په دې لار کې یې له دولت سره د رغنده مشارکت لپاره تیار کړي، په دولت، خصوصي سکتور او نورو عامه خدمتونو رسوونکو باندې د رغنده نیوکو تر څنګ جوړوونکي او عملي وړاندیزونه وکړي او خپله هم په قول او عمل کې د ګډ کار او همکارۍ ملا وتړي. دا لیکنه د همدې موخو لپاره د عامه پوهاوي لپاره تیاره او له درنو لوستونکو سره شریکه شوه.

د داسې ورځې په هیله چې ټول افغانان د خپلو ننګونو او حل لارو په هکله یو ګډ جوړوونکی دریځ ولري.

محمد عارف رسولي

کابل، افغانستان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.