د جو بایډن حکومت غواړي د امریکا-طالبانو هوکړه له سره وارزوي

دآزادی راډیو

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه د افغان حکومت له نا رضایتۍ او اعتراض وروسته، د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن حکومت غواړي، دا هوکړه له سره وارزوي.

امریکا او طالبانو دغه هوکړه تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره لاسلیک کړه.

د جو بایډن له‌خوا د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوماند وزیر انتوني بلېنکن د امریکا سنا جرګې ته وویل، غواړي پوه شي چې په دې تړون کې د څه په اړه خبرې شوي.

دی زیاتوي، که د دې هوکړې له لارې تېرې لاسته راوړنې خوندي نه‌شي، هېڅ پایله به ونه‌لري.
ښاغلي بلېنکن زیاته کړه: “زه باوري نه‌یم چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ هر ډول هوکړه د وروستیو شاوخوا ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو له ساتنې پرته چې د افغان مېرمنو او نجونو له‌خوا ترلاسه شوي، پایښت ولري. موږ زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي او له کوره بهر کار دې اړوندو موضوعاتو ته لېوالتیا لرو او که چېرې هر ډول هوکړه کېږي، موږ ځان باوري کوو چې دا حقونه په‌کې خوندي کېږي، خو زه دا تأییدوم چې دا به اسانه کار نه‌وي، خو بیا هم موږ زیار وباسو.”

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې ټول جزئیات روښانه نه‌دي، خو هغه څه چې رسنیز شوي، له افغانستان د بهرنیو عسکرو وتل، د القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون، د تاوتریخوالي کمېدل، نورې نړۍ ته د افغانستان نه ګواښ نه‌پېښېدل، له تورو نوملړونو د طالبانو د مشرانو د نومونو ویستل او د طالب بندیانو ازادي په‌کې شامله ده
د افغانستان حکومت د‌ بایډن د نوې ادارې له‌خوا د‌ تړون د بيا ارزولو د تازه پرېکړې هرکلی کوي.

په ستراتېژیکو او عامه اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن په کابل کې يوې غونډې ته وويل، دا یو ښه عمل دی او باید ترسره شي.

له دې وړاندې ولسمشر غني د امریکا او طالبانو د هوکړې په اړه ویلي و چې روښانه نه‌ده، خو لومړي مرستیال‌یې امرالله صالح بیا د دې تړون عملي کېدو ته د افغانستان حکومت ژمن نه‌و بللی.

طالبان بیا دا هوکړه د افغانستان د جګړې د ختمولو یوازنۍ لار بولي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته ویلي، د هوکړه‌لیک عملي کول التزامي دي.
د ښاغلي محمد نعیم له قوله، بلومبرګ رسنۍ هم د سې شنبې په ورځ ولیکل چې طالبان د بایډن له ادارې غواړي، څو د سولې شوي تړون ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر جنرال لویډ اسټین هم د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو ټینګار کوي.

ښاغلي اسټین هم د امریکا سنا جرګه کې ویلي، په افغانستان کې د جګړې پای غواړي، خو دا ډاډ هم مهم دی چې دا هېواد نور د امریکا امنیت ته ګواښ نه‌دی.

دی زیاتوي: “زما په اند دا جګړه باید پای ته ورسېږي. موږ باید یوې هوکړې ته ورسېږو او هغه ډول چې د امریکا منتخب ولسمشر یې غواړي، موږ غواړو په راتلونکي کې داسې افغانستان ووینو چې متحده ایالاتو ته هېڅ ډول خطر نه‌وي. له همدې امله پر هر ډول ترهګرۍ تمرکز مهم دی.”
جنرال اسټین دا څرګندونې د سناتورانو د هغې پوښتنې په ځواب کې کړي چې ګنې طالبان د سولې شوي تړون ته ژمن نه‌دي.

د امریکا نوی حکومت له طالبانو سره د شوي تړون د ارزونې او په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړې په پای داسې مهال ټینګار کوي چې په قطر کې د سولې د روانو خبرو په اړه نهیلۍ مخ په زیاتېدو دي.

د افغانستان جمهوري دولت مرکچي پلاوی وايي، دوی خپله اجنډا او لومړیتوبونه طالبانو ته سپارلي او هغوی ته په تمه دي چې کله د خبرو مېز ته کېني.

دا پلاوی طالبان په دې هم تورنوي چې رغوونکو او پایله لرونکو خبرو ته نه‌حاضرېږي، خو طالبان بیا وايي، د اجنډا د ترتیب او توحید په اړه‌یې خپل‌منځي بحثونه روان دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.