د جون ۷مه د خوړو د خوندیتوب نړېواله ورځ، ۴۴سلنه افغانان د خوړو خوندیتوب نه‌لري

دآزادی راډیو

د جون ۷ مه د خوړو د خوندیتوب نړېواله ورځ ده، رسمي شمېرې ښیې چې د افغانستان د نفوسو ۴۴ سلنه وګړي د خوړو خوندیتوب نه‌لري.

اشرف په کابل کې د یوې بې وزلۍ کورنۍ غړی دی.

دی وايي، کورنۍ یې صحي او کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري: “د خوړو لپاره هېڅ هم نه‌لرو، د بوټانو له ګنډلو ایله دومره کېږي چې سل یو نیم سل افغانۍ وګټم او په دومره پیسو ژوند سم نه تیریږي، اړ یو چې خپلو بچیانو ته وچه ډوډۍ یوسم، د غوښې او میوو د اخېستلو توان نه‌لرو او ډېری وخت ماشومان مې اړ شي چې غیر صحي خواړه وخوري.”

دا یوازې اشرف نه‌دی چې د خوړو خوندیتوب نه‌لري، بلکې دا مهال په افغانستان کې ۵۰ سلنه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د جون ۷مه د خوړو د خوندیتوب له نړېوالې ورځې سره سمون خوري.

د افغانستان د اقتصاد وزارت رسمي شمېرې ښیې چې د افغانستان د نفوسو ۴۴ سلنه وګړي د خوړو د خوندیتوب له ستونزې سره مخامخ دي.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: “وروستۍ ارزونې چې اقتصاد وزارت له نړیوال بانک سره په ګډه ترسره کړي په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه ۵۴،۵ سلنې ته رسېږي او همدا رنګه ۴۴ سلنه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي، یعنې په ورځني ډول نه‌شي کولای چې د اړتیا وړ خواړه ترلاسه کړي.”
د ښاغلي بهمن په وینا، نیمروز، بادغیس، بدخشان، نورستان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې افغانان په‌کې خوندي خوړو ته کم لاسرسی لري.

بې وزلي، ناامني، کمزوری اقتصاد، وچکالي، بې ځایه کېدل، د کډوالو بېرته ستنېدل، د مرستو او پانګونو کمېدل، په‌دغه هېواد کې د خوړو د نه خوندیتوب مهم عوامل په ګوته شوي دي.

افغانستان چې یو کرنیز هېواد دی، د خوړو خوندیتوب یې هم تر ډېره د کرنې ودې پورې تړلی دی.

د کرنې وزارت وايي، د خوړو خوندیتوب لپاره په یو شمېر مهمو پروژو کار کوي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د کورني اقتصاد مشره نذیره رحمان وايي: “د کرنې وزارت پروګرامونه او فعالیتونه د افغانستان د خلکو په تغذيې او د خوړو په خوندیتوب ولاړ دي، موږ همدارنګه په کورنیو باغچو او حبوباتو باندې کار کوو او په ټولو برخو کې هڅه کوو چې هر اړخېز کارونه ترسره کوو، څو خوراکي خوندیتوب تأمین شي.”

د دې ترڅنګ د افغانستان حکومت د خوړو خوندیتوب کمېټه جوړه کړې چې په رأس کې د حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله دی.

د دغې کمېټې د تغذیې برخې کارپوه خوشحال نبي‌زاده وايي چې د خوړو خوندیتوب د دې کمېټې د کارونو اساسي لومړیتوب دی:”موږ د خوړو په خوندیتوب کار کوو، د خوړو موجودیت،خوړو ته لاسرسی او ترې په سمه توګه ګټه اخېستل د کمېټې او ملي وحدت حکومت مهم لومړیتوب دي.”

له بلې‌خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، خوارځواکي د خوړو له نه خوندیتوب سره مستقیمه اړېکه لري.

د دغه وزارت د تغذيي د برخې مشرې مرسل مناتي وویل چې د خوړو نه خوندیتوب د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي: “صحي خواړه د خوړو خوندیتوب دی، کله چې خواړه موجود وي، خو صحي نه‌وي، هغه مهال د ناروغیو احتمال ډېر وي چې د نس ناستي، تبې، زړه بدوالي او حتی د مرګ لامل ګرځي.”

د اغلې مناتي په وینا، اوس مهال دوه میلیونه ماشومان او ۴۸۵ زره مېرمنې په افغانستان له خوارځواکۍ کړیږي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال په خوار ځواکۍ د اخته کسانو شمېره مخ په زیاتیدو ده.

د افغانستان د اقتصاد وزارت ټينګار کوي چې د خوړو خوندیتوب لپاره باید په تولیدو برخې تمرکز وشي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان له دې ډلې سیف الدین سیحون وايي، تر هغه چې د بې وزلۍ لمن راټوله نه‌شي د خوړو خوندیتوب ته لاس‌رسی ناممکن دی.

ښاغلی سیحون ټينګار کوي چې حکومت باید د بې وزلۍ د ختمولو لپاره اقتصادي استراتیژي جوړه او پلې کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.