د جلال اباد د کرکټ د رمضان جام په چاودنو کې لږترلږه ۸ تنه شهیدان شوي

 

تاند- په جلال اباد کې د رمضان جام د کرکټ د مسابقې په میدان کې د شهیدانو شمېر ممکن تر ۸ تنو واوړي.

ډاکتران وايي چې په ۴۵ تنو ټپیانو کې د ځینو حال نازک دی.

تېره شپه په جلال اباد کې په داسې حال کې ۳ چاودنې وشوې چې ګڼ نندارچیان د رمضان تورنمنټ لیدو ته راټول شوي وو.

په جلال اباد کې هر کال د روژې په میاشت کې د شپې له لوري له روژه ماتې او تراویح وروسته د رمضان جام په نوم د کرکټ مسابقې کېږي.

تراوسه پورې هیچا د دې بریدونو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان ولسمشر، کرکټ بورډ او بې شمېره افغانانو دا بریدونه کلک غندلي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.