فیفا: د ټاکنیزو حوزو په نه بدلېدو سره قانون نقض کېږي

دآزادی راډیو

 

 

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا وايي، حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو حوزو په نه بدلېدو سره قانون نقضوي.

دغه بنسټ فیفا وايي، د انتخاباتو د قانون د پنځه دېرشمې مادې له مخې حکومت او کمېسیون باید انتخاباتي حوزې وړې کړي وای چې دا چاره اوس ممکن نه ده.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۳۰» ازادي راډیو ته وویل دا چې حکومت غواړي د پخوا په څېر هر ولایت یوه انتخاباتي حوزه وي په دې ترتیب د انتخاباتو د قانون دوه مادې نقض کېږي.
نوموړي زیاته کړه:

“د قانون دلته مادې نقض شوي دي چې هغه د ټاکنیزو حوزو د معلومولو او همدا راز د دغه حوزو په اړه د حکومت له لورې له کمېسیون سره د بشپړو معلوماتو نه شریکول دي، په دې موضوع کې کمېسیون او حکومت دواړه ملامت دي.”

د افغانستان د اساسي قانون د۸۳ مادې له مخې حکومت باید په انتخاباتو کې د خلکو د عادلانه استازیتوب لپاره زمینه برابره کړي.

د همدې هدف لپاره د انتخاباتو په نوي قوانین کې ویل شوي چې کمېسیون باید په ټول هېواد کې انتخاباتي حوزې وړې کړي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د انتخاباتي حوزو د وړو کولو لپاره وار له مخه خپله طرحه جمهوري ریاست ته استولې وه، خو پر انتخاباتو د څار بنسټونه وايي حکومت د یادې طرحې په اړه پر وخت پرېکړه ونه کړه.

جمهوري ریاست ته د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د استول شوې طرحې له مخې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې باید انتخاباتي حوزې وړې شوي وای.

خو اوس حکومت پرېکړه کړې چې د پخوا په څېر به هر ولایت یوه انتخاباتي حوزه وي او باید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې انتخابات په همدې ترتیب ترسره شي.

جمهوري ریاست په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتي حوزو د وړو کولو لپاره دوی خپل مسؤلیت ترسره کړی دی.

د دغه کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وویل:
​”دوهمه وظیفه د کابینې وه چې باید د کمېسیون له لورې استول شوې طرحه یې تائید کړې وای، خو تېره ورځ موږ ته مکتوب راغی او مشورتي نظر یې لیکلي و چې وخت ناوخته دی او تاسو د پخوا په څېر انتخابات ترسره کړئ.”

د ۱۳۸۳ کال د ټاکنو قانون له مخې هر ولایت ته یوه پارلماني ټاکنیزه حوزه پام کې نیول شوې او د ولایتونو دا حوزې د وګړو له مخې په ولسي جرګه کې له ۲ تر ۳۳ څوکۍ لري.

که څه هم د انتخاباتو د نوي قانون له مخې انتخاباتي حوزې وړې شوي وای، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي اوس دغه چاره نه شي عملي کېدای او په کار ده چې ټول له کمېسیون سره د پخواني قانون په عملي کېدو کې همکاري وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.