د بیان ازادي مو حق دی او هیچا ته یی نه ور کوو| اکبر ایازي

 

د عمر اوه دیرش کاله می د ژورنالیزم په مسلک کی تیرکړل. دری کلونه د افغانستاان په رادیو کی، پنځه ویشت کاله په امریکا ږغ کی او لس کاله د ازادۍ په رادیو کی. زما د مسلکی ژوند د څه د پاسه اوه دیرشو کلنو تر ټولو د خوښی کلونه تیر ۱۷ کاله وه. ځکه چه ما ته دا موقیع برابره شوه چه د افغانستا ن په لسګونو ګلالی ځوانان او پیِغلی وروزم او د ژورنالیزم مکتب ته یی راوبولم او دبیان د ازادۍ او د ژونالیزم اصول ور زده کړم او دا روحیه پکی وروزم چه ژورنالیزم یو مقدس مسلک دی،‌ ژورنالستان د ټولنی سترګی دی،‌ ژورنالییستان د ملت ژبه ده،‌ ژونالیزم د مدنی ټولنی اساسی بنسټ ‌دی، ژورنالستان روښانه راتلونکی ته درسولو لپاره د یوی ټولنی څراغ دی، ژورنالیستان حکومتونه د ملت محاکمی ته را کشوی، ژورنالستان د ټولنی د مختلفو سکتورونو تر منځ د مباحثۍ او تفاهم وسیله ده، ژونالستان د ټولنی د بی وسلو خلکو ږغ دی او بل اخره ژورنالستان د ټولنی د ازاد او‌ هوسا نفس اخیستلو وسیله ده.
په وار وار می د خدای شکر کړی چه په افغانستان کی هم بلاخره د نورو مدنی ټولنو په شان د ځوانو ،‌هوښیارو او مسلکی ژورنالستانو بهیر روان دی. او دا بهیر په سیمه کی د ترټولو ښه ژورنالیزم نمونه کرځیدلی. دا می خوب او ارمان دی او په دی ډاده یم چه د مدنی ټولنی دا مهم رکن به بلاخره یوه ورځ خپل ملت د دی ناخوالو راباسی او د ښی راتلونکی پر مستقیمه لاره به یی برابروی.
دا می سوچ هم نه کاوه چه د دی کړیدلی ملت دښمنان به دومره ‌ذلیل شی چه د ژورنالیست په جامه کی به راځی او ژورنالست به قتل عام کوی. دا سوچ می نه کاوه چه دښمن به پر ملت داسی توره ورڅ راولی.
خوا دا سوچ می کړی او په دی ډاده یم چه د ملت دښمن به هیڅکله دا څراغ مړ نه کړی، دښمن به د بیان د ازادۍ کوتره هیڅ وخت ونه ولی. پرونۍ پیښی نوره هم د بیان ازادۍ ته د ځوانانو تنده زیاته کړه. دښمن د خپل بم په لمبود نهو ځوانو ژورنالستانو په شهیدولو د ژورنالیزم د مسلک ډیوه نوره هم روښانه کړه. اودښمن به دا منی چه د هغوی دا کار ښیی چه نور نو ناکامه دی او بری د ملت په برخه دی.
د نهو ژورنالستانو اود پیښی نوروشهیدانو روح ته دعا کوم او د فغانستان د ژورنالستانو هر فرد په تیره بیا د ازادۍ رادیو د کابل د ددفتر همکارانو ته چه لس کاله می ورسره تیر کړی او هر یویی زړه ته را نژدی دی تسلیت وایم.
پرون د نهو ځوانو ژورنالستانو وژل نه یوازی د افغانستان بلکه د نړۍ د هر هم مسلکه په زړه کی داغ ایښی دی. راځی یوار بیا ملت او نړیوالو ته دا ثابته کړو چه همداسی چه په دی څلویښتو کلنو کی مو د ملیونونو شهیدانو غم تیر کړی،‌ دا به هم تیر کو خو د بیان ازادی به څوک را نه وا نه خلی. دا زموږ حق دی او دا حق به اخلو او ساتو به یی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.