د بګرام د هوايي میدان ۱۰ افغان ملکي کارکوونکي په یوه کمین کې وژل شوي
دآزادی راډیو
د بګرام هوايي میدان ۱۲ تنه افغان ملکي کارکوونکي د وسلهوالو کسانو په یوه کمین کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د پروان ولایت د امنیتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزی احمدي دغه پېښه تائیدوي او وايي چې دغه کسان تېره شپه د خپل کار له ځایه د کور په لور روان وو چې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په شاه کا کلي چې د بګرام هوايي میدان ته نېږدې سیمه ده د وسلهوالو کسانو له یوه کمین سره مخ شول چې په پایله کې ۱۰ تن وژل شوي او ۲ تن نور ټپیان دي.
ښاغلی الوزی زیاتوي چې د دغې پېښې مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د لا زیاتو څېړنو لپاره امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
تر اوسه چا د دغې حملې مسؤلیت نهدی منلی، خو ښاغلی الوزی دا د افغانستان د دښمنانو کار بولي.
نور جزئیات وروسته …
نظرات بسته شده است.