د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ویاند په زور ایستل شوی او پر ځای یې نوی ویاند معرفي شو

 

تاند، سه شنبه، د میزان ۱۶مه: د بهرنیو چارو وزارت نوی ټاکل شوی سرپرست ویاند او مالي و اقتصادي چارو مرستیال میرویس ناب د صلاح الدین رباني او اجرائیه رییس له مخالفتونو سربیره هم دندې ته معرفي شو.

د بهرنیو چارو وزارت مخکېنی ویاند صبغت احمدي چې د طالبانو او پاکستان په ګټه د څرګندونو له امله د ولسمشر غني په امر له دندې شړل شوی و خو پرون او نن دفتر ته تللی او پر ټولنیزو شبکو یې انځور خپور کړی و چې هیڅوک یې له دندې نه شي ایسته کولای.

نوموړی نن هم د اجراییه ریاست په ډاډ خپل دفتر کې ناست و چې له وزارته په زور ایستل شوی او پر ځای يې د وزارت د دوه مرستیالانو ناهید ایثار او ادریس زمان له لوري نوی سرپرست ویاند میرویس ناب معرفي شو.

حکومتي سرچینو تاند ته ویلي چې ښاغلی احمدي تېر ماښام ارګ ته هم تللی او بخښنه یې غوښتې وه خو نه ده منل شوې.

ولسمشر دوه ورځې وړاندې ښاغلی احمدي له دندې لرې کړی خو اجرائیه ریاست ویلي وو چې د ټاکنو د پایلو تر معلومیدو هغه هیڅوک له دندې نشي لرې کولای.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.