د بشر حقونو کمېسیون: په ناامنو سیمو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې نه ثبتېږي

دآزادی راډیو

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د شمال په ناامنه او د طالب وسله والو تر کنټرول لاندې سيمو کې د ښځو په وړاندې د تشدد د پېښو د نه ثبتېدو او هغوی ته د نه رسېدنې په اړه اندېښنه لري.

په شمال زون کې د بشر حقونو خپلوک کمېسیون وايي چې په سرپل، بلخ او سمنګان ولایتونو کې د نا امنۍ د شتون له امله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سلګونه پېښې نه دي ثبت شوي.

د دغه کمېسیون مشر سید محمد سامع وايي چې سره له دې چې د روان میلادي کال د تشدد د پېښو د امارو د ثبت لړۍ نه ده بشپړه شوې، خو د بشر حقونو کمېسیون پرته د ښځو له حقونو نور مدافع بنسټونه هم نه دي توانېدلي چې د امنیتي ګواښونو د شتون له وجې او په یادو شویو سیمو کې د دولت د نه حاکمیت او د مخالفینو د پراخ حضور له امله، د ښځو په وړاندې د ترسره شوي جدي تاوتریخوالې پېښې وڅېړي او ورته رسېدنه وکړي.
سید محمد سامع په دې اړه ووېل:

” د سرپل، بلخ او سمنګان په اکثرو سیمو کې د ناامنۍ او د طالبانو د حاکمیت له امله، له مدافع بنسټونو سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې نه دي ثبت شوي او هغوی ته هېڅ رسېدنه نه ده شوې. ”

بلخ د شمال زون له هغو درېیو ولایتونو څخه دی چې پکې اکثره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د ناامنۍ له امله نه دي ثبت شوي او د ښځو په وړاندې د تشدد قربانیانې د عدلي او قضايي حق غوښتنې په بې سرنوشته حالت کې اوسېږي.

په همدې حال کې د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست وايي چې د روان کال له پيله یې تر دې دمه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲۷ پېښې ثبت ته رسولي دي چې اکثره د کورني تاوتریخوالي او حقوقي پېښې دي.

د بلخ د ښځو چارو مشره شهلا حدید په دې اړه ووېل:

” د روان کال په ترڅ کې مونږ د ښځو په وړاندې د تشدد ۲۲۷ پېښې په بلخ ولایت کې ثبت ته رسولي دي، چې اکثره حقوقي او د کورني تاوتریخوالي پېښې دي او ډېرې یې د څارنوالۍ له لوري څېړل شوي دي.”

د بلخ د ښځو چارو ریاست د معلوماتو پر بنسټ چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې د ښځو وهل او ټکول، قتل، له کوره تېښته او په جبر ودونه هم شامل دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په شمالي ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د ترسره کېدونکي تشدد عوامل ناامني، په ټولنه د کار نشتون، په کورنیو کې د اقتصادي ضعف حاکمیت، له خپلو حقونو څخه د ښځو نه خبرتیا او همدارنګه د عدلي او قضايي څېړنو څخه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د عاملانو معافیت په ګوته کوي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.