د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان د قومي او مذهبي لږکيو ساتنه کې پاتې راغلي

 

د بشري حقونو د څار سازمان په کابل کې پر ښوونیزو مرکزونو پرونۍ حملې وحشتناکه ګڼلي وايي، پر پوهنې برید د یوه هېواد پر راتلونکي برید دی.

په کابل کې په دوو ښووونیزو مرکزونو د پرونیو بریدونو یوه ورځ وروسته، د بشري حقونو د څار سازمان دا حملې زړه‌ بوږنونکې بولي.

د دې سازمان د ښځو څانګې مسوولې هېدربار ازادي راډیو ته وویل، د دشت‌برچي سیمې اوسېدونکي چې اکثریت یې هزاره ‌‌ګان دي، له تاوتریخوالي سره مخ دي.

نوموړې وويل:

“په دشت برچی کې پر ښوونځي او ښوونیز مرکز پرونی برید واقعاً ځوررونکی دی. د زده‌کړو پر مرکزونو برید د یوه هېواد په راتلونکي برید دی او دا ځکه زړه بوږنونکی دی چې د دشت برچي اوسېدونکی ډيری هزاره ګان دي او دوی له تاوتریخوالي سره مخ دي. دوی پخوا هم پر روغتون او سیدالشهدا ښوونځي د برید پر مهال له ورته تاوتریخوالي سره مخ شوي، خو دولت ورته رسېدنه نه‌ده کړې او د خلکو پوښتنو ته یې ځواب نه دی ورکړی. اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوی تمه هم له حکومته کمه شوې چې د دوی د ساتنې لپاره دې ډېر څه وکړي. ”

د بښنې نړیوال سازمان هم یوه اعلامیه کې دا برید په کلکو ټکو غندلی او په سویلي اسیا کې یې د خپلې کمپاینرې سمیرا حمیدي له قوله لیکلي:

“په ښوونځیو دا وحشیانه بریدونه هغه تاوتریخوالی ښيي چې افغانان په ورځني ژوند کې ورسره مخ دي. دا برید دا هم ښیي چې طالبان د حقیقتي چارواکو په توګه، د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د قومي او مذهبي لږکیو په ساتنه کې پاتې راغلي. ”

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا چهارشنبه ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبره رد کړه چې ګنې دوی د قومي او مذهبي لږکیو امنیتي خوندیتوب ته پام نه کوي.

ښاغلي مجاهد وويل:

“دا خبره نا سمه ده چې موږ امنیت نه‌دی تامین کړی. که تاسې د تېر په پرتله محاسبه وکړئ، دا پېښې ډېرې کمې دي. هر ځل چې پېښه شوې موږ یې عاملین پیدا کړي دي. خو دا ځکه ډېر ناځوان‌مردانه کار و چې ښوونځی و او له وړاندې یې بشپړ امنیتي تدابیر نه‌و نیول شوي. ”

د بښنې نړیوال سازمان هم له طالبانو غواړي چې د دې پېښې عاملین ونیسي او محاکمه یې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم په خپله ټویټرپاڼه کابل کې پر ښوونځي او یو ښوونیز مرکز برید خونړی یاد کړی او پر ملکي وګړو او ملکي بنسټونو بریدونه یې، د نړیوالو بشردوستانه قوانینو خلاف بللي دي.

د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري بیا لیکلي، په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو ماشومان په پرله‌پسې ډول په نښه کېږي او دا ناوړه عمل باید ودرول شي او عاملینو سره یې حساب وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم یوه اعلامیه کې لیکلي، امریکا نه یوازې دا برید غندي، بلکې عدالت ته یې د عاملینو د راکاږلو غوښتنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې زیاته شوې:

” ټول افغان ماشومان د دې حق لري چې خپلې زده‌کړې په ارام فکر او له وېرې او تاوتریخوالي پرته وکړي.”

د کابل ښار لویدیځ اته‌لسمې حوزې د دشت برچي په سیمه کې د عبدالرحیم شهید او په یو ښوونیز مرکز پرونیو چاودنو کې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.، چې د طالبانو د پوهنې وزارت هم په یو اعلامیه کې دا هم بریدونه غندلي دي.

دا د کابل پر لوېدیځ کې پر موعود، تبیان او سیدالشهدا ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو له بریدونو وروسته، د طالبانو له حاکمیت وروسته خونړۍ حمله ده چې زده‌کوونکي په کې په نښه کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.