د بادغیس بریدګر: موږ ته امر و چې هرڅوک په مخه درغی ویې وژنئ

 

تاند: د بادغیس د مرکز قلعه نو پر اسلام هوټل په برید کې نیول شويو دوه ځانمرګو امنیتي ځواکونو ته اعتراف کړی چې مشرانو یې ورته له یوې مخې د ټولو خلکو د وژلولو امر کړی و.

پرون شنبه دوولس نیمې بجې ۵ بریدګر د بادغیس امنیه قومندانۍ ته نږدې پر یو هوټل ورننوتل او له پولیسو سره یې تر مازیګر ناوخته نږدې ۶ ساعته جګړه وکړه چې په پایله کې یې د کورنیو چارو وزارت په وینا، درې بریدګر ووژل شول او دوه یې د امنیتي ځواکونو لخوا لاس په لاس ژوندي ونیول شول.

نن د ملي دفاع وزارت د ژوندیو نیول شویو بریدګرو د اعترافاتو ویډیو خپره کړې ده. په دې ویدیو کې نیول شویو حمله کوونکو په صراحت ویلي چې خپلو مشرانو ورته ویلي وو، «هرڅوک چې درته مخته درغی ویې وژنئ.»

په خپره شوې ویډیو کې یو بریدګر وايي، ملا نوراغا او اسحاق پهلوان یې قومندانان وو او همغو د قلعه نو ښار برید ته را استولي وو.

کله چې له دغه بریدګر څخه پوښتنه کېږي، د چا په وژلو پسې یې را استولي واست؟

هغه په لنډ ډول وايي، «راته امر شوی و چې هر څوک په مخه درغی ویې ویې وژنئ.»

دفاع وزارت د دغه برید په قربانیانو کې ۴ مړه او ۲۰ ټپيان اعلان کړي وو، خو دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د قطر په دوحه کې طالبانو له افغان استازیو سره په ګډه اعلامیه کې پر عامه ځایونو، جوماتونو، ښوونځیو باندې د بریدونو نه کولو هوکړه کړې وه.

خو له دغې غونډې وروسته طالب سیاسي مشر شیرمحمد عباس وویل، دغه اعلامیه الزامي نه ده او نه یې هم پرېکړې د عملي کېدو وړ دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.