د اندړو په جګړه کې ۱۵ پاکستاني کوماندو پوځیان وژل شوي

 

خبریال: عباسي| د غرني والي وايي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالي کې پاکستاني پوځیانو له طالبانو سره په جګړه کې یو ځای برخه اخیستې وه.

د غزني والي د شنبې په ورځ په یوه خبرې ناسته کې وویل، د اندړو په څو ورځينۍ جګړه کې د افغان ځواکونو لخوا ۱۵ پاکستاني کومانډو ځواکونه وژل شوي دي.

عبدالکریم متین زیاته کړې، په دې جګړه کې ۵ نور پاکستاني پوځيان د افغان ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

د متین په خبره د اندړو جګړه د پاکستانیانو لخوا پر مخ وړل کېده چې پکې لسګونه نور افغان طالبان هم ووژل شول.

دا لومړی ځل نه دی چې په هیواد کې د وسله والو په لیکو کې د پاکستانیانو د جنګیدلو راپورونه خپریږي؛ تر دې وړاندې هم دې ته ورته خبرونه خپاره شوي وو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.