د انتخاباتي دفترونو د تړل کېدو په اړه د انتخاباتو کمېسیون خبرداری!

دآزادی راډیو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خبرداری ورکوي چې د کمېسیون د ولایتي دفترونو تړل کېدل به د انتخاباتو د خنډ او ځنډ لامل شي.

په داسې حال کې چې په څو ولایتونو کې د لوی ملي ائتلاف د پلویانو له خوا د انتخاباتو کمېسیون دفترونه تړل شوي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له حکومت او امنیتي ادارو غواړي چې د دوی د ولایتي دفترونو امنیت خوندي او چا ته اجازه ورنه کړي چې د کمېسیون ولایتي دفترونه وتړي.

د دغه کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ولایتي دفترونو تړل کېدل به انتخابات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي چې دا د کمېسیون لپاره د زغم وړ نه دي.
نوموړي زیاته کړه:

“هغه څوک چې په مرکز او یا په ولایاتو کې دفترونه ټړي، دا په دې معنی ده چې غواړي انتخابات وځنډوي، د انتخاباتو د ځنډېدو مسؤلیت به بیا د هغه چا پر غاړه وي چې د دې پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي.”

نوموړی زیاتوي، سیاسي ګوندونه کولای شي چې خپلې اندېښنې د انتخاباتو له کمېسیون سره شریکې کړي او د انتخاباتو د شفافیت، څار او د درغلیو د مخنیوي لپاره په یو میکانیزم کار وکړي، خو د نوموړي په خبره، د همکارۍ نه کول د ستونزو د حل لاره نه ده.

د صیاد په وینا، سیاسي ګوندونه پر انتخاباتو د جدي نظارت غوښتنه کوي، خو تراوسه هم ډېرو ګوندونو نظارتي استازي نه دي معرفي کړي.

نوموړي دغه شان له خلکو وغوښتل چې د هغو کسانو په وړاندې ودرېږي، کوم چې د ولسواکۍ ضد مضر افکار لري او نه دې پرېږدي چې دغه کسان د کمېسیون دفترونه وتړي.

د یادونې ده چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف چې له څو سیاسي مطرحو ګوندونو جوړ دی، د هغه څه په اړه چې دوی یې په انتخاباتو کې درغلي بولي، د شنبې په ورځ د هرات، بلخ او کندهار ولایتونو سیمه ییز انتخاباتي دفترونه وتړل او د کندز دفتر مخ ته یې د پرلت خېمه ووهله.

د دغه ائتلاف مسؤلین وايي چې په نورو شلو ولایتونو کې به هم د انتخاباتو د ولایتي دفترونو پر وړاندې د پرلت خېمې ووهي.

خو د راپورونو له مخې، د یکشنبې په ورځ په هرات ولایت کې پولیسو د پرلت خېمه لېرې کړې ده.

په راتلونکو انتخاباتو کې له بایمیټریک سیستمه استفاده، د نوم لیکنې بهیر باطل اعلانول او په انتخاباتي نظام کې بدلون د سیاسي ګوندونو عمده غوښتنې دي.

که څه هم ملي ائتلاف د حرکتونو په مدني کېدو ټینګار کوي، خو د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ امنیتي ارګانونو ته لارښونه کړې چې د هغو کسانو په وړاندې له زوره کار واخلي چې د انتخاباتو کمېسیون د کارونو د ځنډ لامل ګرځي او ولایتي دفترونه تړي.

د دغه وزارت ارشد امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي رسنیو ته په یوه استولي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د انتخاباتو د ولایتي دفترونو تړل کېدل غیر قانوني عمل دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا ازادي راډیو ته وویل، په انتخاباتو کې د شفافیت او د درغلۍ د مخنیوي په هدف به دوی خپلو مدني حرکتونو ته دغه شان دوام ورکړي.
دی وایي:

“موږ د شفافو، عادلانه او سراسري انتخاباتو پلوي یوو، اوسنی مدني حرکت مو په انتخاباتو کې د درغلۍ، تخلف او مهندسۍ د مخنیوي لپاره دی، موږ به مدني حرکتونو ته دغه شان ادامه ورکړو.”

د چارو یوشمېر کارپوهان ټینګار کوي چې د ملي پروسو په وړاندې درېدل د ملي ګټو خلاف کړنه ده او باید مخه یې ونیول شي.

دوی وايي چې سیاسي ګوندونه باید یو شفاف میکانیزم چمتو کړي او له کمېسیون سره په همکارۍ عمل وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.