د انتخاباتو کمېسیون پر ټاکلي وخت ولسمشریز انتخابات ترسره کول سره کرښه بولي

دآزادی راډیو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، سوله او انتخابات دوه هم مهاله پروسې دي چې د یو او بل مخ ته خنډ نشي کېدای.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پر ټاکلي وخت د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ترسره کول سره کرښه بولي چې هرو مرو به کېږي.

د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې انتخاباتو لپاره د ۱۴۹ میلیونو ډالرو بودجې تر لاسه کولو په ګډون د پوره چمتووالي ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د میزان یا تلې په ۶مه به ولسمشرۍ انتخابات ترسره کړي.

دې وویل: دوه مسئلې د پوښتنې وړ دي، یوه دا چې د انتخاباتو له چمتووالي سره هم مهاله د افغانستان د سولې د توافق لپاره هلې ځلې روانې دي، افغان او امریکایي چارواکي هیله ښیي چې د سپټمبر له میاشتې دمخه به د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو یوه لومړني توافق ته ورسېږي.

که دا کار وشي، نو پوښتنه دا ده چې ایا طالبان به د راتلونکو انتخاباتو برخه وي؟

د ازادي راډیو دې پوښتنې ته د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ داسي ځواب ورکړ: طالبان هم افغانان دي او افغانستان زموږ ګډ کور دی، که دوی تر ټاکنو دمخه راځي، خدای دې راولي، لا به ښه شي، دوی به مو همکاران شي او په سوله کې به لا رڼې ټاکنې ولرو، خو که ستونزه پیدا کېږي او سولې ته نه رسېږو، تر هغه وخته موږ نشو کولی چې انتخابات وځنډوو، ځکه نېټه اوس خلکو ته اعلان شوې، نشو کولی چې سوله د انتخاباتو او انتخابات د سولې قرباني کړو.

دوهمه اندېښنه د روانو جګړو په دوام سره د انتخاباتو ترسره کېدل دي.

د راروانو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره کاندیدان او بېلابېل سیاسي ګوندونه اندېښمن دي چې د دوی په خبره، درغلۍ او ورسره روانې ناامنۍ کولی شي چې د دې بهیر شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دغو ټاکنو یو له اتلسو کاندیدانو دی چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د ترخو تجربو له تکراره اندېښمن دی.
ښاغلي عبدالله پرون دوشنبه په کابل کې په یوې غونډه کې پر خلکو غږ وکړ چې که په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي، هغو ډلو ته چې پر انتخاباتو باور نه لري، کومه لاره نه پاتې کېږي
د دې ترڅنګ د انتخاباتو څارونکي بنسټونه هم امنیت د شفافو انتخاباتو پروړاندي یوه لویه ننګونه بولي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره خپله هم امنیتي ګواښ له پامه نه دی غورځولی، خو دولت ملکف بولي چې په دې برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي.

مېرمن نورستانۍ وایي، په دې اړه یې له اړوندو امنیتي سکټورونو سره منظمې اونیزې لیدنې پیل کړي دي .

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب تېره ورځ د امنیتي سکټور په غونډه کې ویلي چې د انتخاباتي کمېسیونونو سره په همغږۍ یې د انتخاباتو او د کاندیدانو د خوندیتوب لپاره منظم پلانونه جوړ کړي دي.

د ښاغلي محب په خبره، دغه پلانونه په درېیو برخو یعنې تر انتخاباتو دمخه، د انتخاباتو په جریان کې او تر هغه وروسته پلي کېږي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته په خپل وروستي سفر کې ډاډ ورکړی و چې هېواد به یې د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې همکاري وکړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.