د انتخاباتو کمېسیون: راتلونکې شنبې به ۵۰۷۴ مرکزونه پرانیستي وي
دآزادی راډیو
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هیلهمند دی چې څه کم ۵۱۰۰ مرکزونه به چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره پهکې نوملیکنه شوې، د راتلونکې شنبې په ورځ چې د تلې ۲۸مه ده، د رأی ورکوونکو پر مخ پرانیستي وي.
د دې کمېسیون غړي او ویاند سید حفیظالله هاشمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، که د انتخاباتو په ورځ د انتخاباتو لپاره ټاکل شوې کومه سیمه یا سیمې له جدي امنیتي ګواښ سره مخامخ شي، د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره به هلته مرکزونه نهپرانیستل کېږي.
د انتخاباتو لپاره کلک امنیت د کمېسیون لومړیتوب دی.
دی وايي:
“دغه مرکزونه چې دقیق شمېر یې ۵۰۷۴ دی. دا موږ ته د امنیتي ارګانونو لهخوا تأیید شوي چې هغه به امن وي، خو که د انتخاباتو په ورځ ناامنه کېږي او تهدیدېږي او هلته د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کېږي، طبعاً چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به په هغه ځای کې انتخابات ترسره کوي چې هلته امنیت تأمین وي او امنیتي ارګانونه موږ ته اجازه راکړي.”
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی او ویاند سیدحفیظالله هاشمي
ښاغلي هاشمي وویل، د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره کلک امنیت چې رأی ورکوونکي وکولای شي په ډاډه زړه خپلې رأیې وکاروي، د کمېسیون لومړیتوب دی او نن به هم دا مسئله د انتخاباتو د کمېسیون او د امنیتي ارګانونو ترمنځ په یوه ګډه غونډه کې وڅېړل شي.
ویل کېږي چې شااوخوا ۵۴ زره امنیتي ځواکونه به د انتخاباتو امنیت ساتي.
ویل کېږي چې شااوخوا ۵۴ زره امنیتي ځواکونه به د انتخاباتو امنیت ساتي.
ولسمشر غني له خلکو وغوښتل چې په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي
افغان ولسمشر اشرف غني هم پرون پروان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ټاکنو لپاره پر ډاډمن امنیت تأکید وکړ او ويېویل چې امنیتي مسؤلین باید د امنیت د تأمین په برخه کې ګډې هڅې او همغږي زیاته کړي.
ولسمشر غني هم پرون د ټاکنو لپاره پر ډاډمن امنیت تاکید وکړ.
ولسمشر غني هم پرون د ټاکنو لپاره پر ډاډمن امنیت تاکید وکړ.
د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره پر کاندیدانو او د هغوی پر کمپاینونو وروستیو خونړیو حملو ته په پام سره د انتخاباتو د ورځې امنیت ته هم خلک ډېره اندېښنه لري.
د افغانستان د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره له ۲۵۰۰ زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول افغانستان کې په انتخاباتي مرکزونو او محلونو کې د امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کولو لړۍ د یکشنبې له ورځې راهیسې پيل شوې ده.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ښاغلي هاشمي دغهراز وویل چې ټول لوجیستیکي مواد به ټولو مرکزونو ته د جمعې تر ورځې ورسېږي او د انتخاباتو د کارکوونکو لپاره د بایو مټریک دستګاوو په ګډون د روزنې بهیر په چټکۍ روان دی.
دی زیاتوي:
“له نېکه مرغه تر نن دوشنبې پورې ډېر کسان له روزنې څخه برخهمند شول او دغه پروګرام به تر پنجشنبې یا جمعې پورې بشپړېږي.”
د افغانستان د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره له ۲۵۰۰ زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي دي.
نظرات بسته شده است.