د انتخاباتو کمېسیون: د انتخاباتو د دقیقې نېټې لپاره خبرې اترې روانې دي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د دقیقې نېټې لپاره خبرې اترې روانې دي.

په خپل وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د نه ترسره کېدو په اړه له ټولو انتقادونو سره سره، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه د انتخاباتو نوې نېټه نه ده دقیقه شوې.

دغه کمېسیون وايي چې د انتخاباتو لپاره لازم تخنیکي او تدارکاتي تیاری نه دی نیول شوی، نوځکه ښايي له ټاکل شوې نېټې دوه میاشتې په ځنډ سره ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یوه غړي معاذالله دولتي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا مهال د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د دقیقې نېټې په ټاکلو، خبرې روانې دي.
نوموړی زیاتوي:

“د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د یو رښتیني تاریخ په لټه کې دی، کارونه یو په بل پسې تر سره کېږي، په پام کې ده چې په نېږدې وخت کې دا ټول کارونه د خپلو انتخاباتي شریکانو یعنې د افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو سره شریک کړو او ان شالله ورسره به نېټه هم اعلان شي.”

له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان د میاشتې ۱۶مه اعلان کړې وه.

دغه کمېسیون ټینګار کړی و چې د یادو انتخاباتو لپاره د خلکو د نوم لیکلو بهیر به د روان کال په عقرب میاشت کې پیل کړي، خو اوس داسې ښکاري چې د لازم چمتووالي د نه شتون له کبله، دغه چاره هم ښايي د را روان کال په حمل میاشت کې ترسره شي.

پر انتخاباتو د څار یو شمېر افغان بنسټونو تل دا انتقاد کړی چې د دغه هېواد د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او حکومت د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره سیاسي او تخنیکي کارونه په خپل وخت نه دي کړي.
د انتخاباتو د پروسې یو ناظر جانداد سپین غر اوس هم ورته انتقاد لري او وایي:

“د رأیو ورکوونکو د ثبتولو تخنیکي پروسه چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره خورا مهمه ده، موږ یې په اړه تر اوسه څه پرمختګ نه دی لیدلای، د دغې پروسې لپاره استخدام نه دی شوی، زده کړې او عامه پوهاوی لا نه دی ورکړل شوی، د سیاسي اجماع په هکله حکومت ملامت دی، دا ځکه چې حکومت تر اوسه له ګوندونو او سیاسي جریانونو سره هېڅ ډول خبرې نه دي کړي.”

د ملي وحدت حکومت مشرانو ویلي، انتخابات یوه حساسه موضوع ده او ناغېړي به په کې ونه شي.

ولسمشر محمد اشرف او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره اوونۍ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې راتلونکي انتخابات به په خپل وخت ترسره شي.

خو اوس د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال امید میثم وايي، د حکومت مشران د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره بشپړه ژمنتیا او سیاسي اراده لري او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې به ټول لازم اقدامات ترسره کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.