د انتخاباتو کمېسیون: امنیت شورا په کندهار کې د ټاکنو د ځنډولو وړاندیز ومانه

 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په کندهار ولایت کې د ټاکنو د ځنډېدو خبر ورکوي.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو ترسره کېدو ته له ۲۴ ساعتونو کم وخت پاتې، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په کندهار ولایت کې د پنجشنبې د ورځې له پېښې وروسته په دغه ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډېډو خبر ورکوي.

د دغه کمېسیون کميشنر او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د قانون له مخې، د امنیت شورا ته په کندهار ولایت کې د ټاکنو د ځنډېدو وړاندیز وکړ چې د دغې شورا له خوا ومنل شو.
دی زیاتوي:

“موږ امنیت شورا ته وړاندیز وکړ چې په کندهار ولایت کې ټاکنې د يوې اوونۍ لپاره وځنډول شي، له نېکه مرغه چې د امنیت شورا زموږ وړاندیز ومانه او موږ رسماً اعلان کوو چې د شنبې په ورځ په کندهار ولایت کې انتخابات نه ترسره کېږي، بلکې يوه اوونۍ وروسته به ترسره شي.”

په کندهار ولایت کې د انتخاباتو د ځنډېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې په دغه ولایت کې د پنجشنبې د ورځې په پېښه کې د دې ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رئیس عبدالمومن حسین خېل ووژل شول او د کندهار والي زلمی ویسا سخت ټپي شو.

بل خوا ښاغلی هاشمي وايي چې د انتخابات د بهیر د بریالي ترسره کېدو لپاره ټولې تخنیکي او عملیاتي چارې بشپړې شوې دي.

نوموړی وایي، د شنبې په ورځ به د رأیې ورکونې بهیر له پای رسېدو وروسته، د ورځې په پای کې د رأيې شمېرنې بهیر پیل او خلکو او نوماندانو ته به په وخت سره د رأیو د شمېر په اړه معلومات ورکړل شي.

د ده په خبره، د ميزان د ۲۸ مې ټاکنې د تېرو ټاکنو په پرتله په متفاوت او ښه ډول ترسره کېږي او د ده په خبره، د رأیې ورکوونکو نوملړ او بایومټریک سېستم پلي کول به د دغو ټاکنو شفافیت تضمین کړي.

ښاغلی هاشمي وايي،د رأیې ورکوونکو د نوملړ او بایومټریک سېستم موجودیت به د خیالي صندقونو، اضافي پاڼو او له مرکزه بهر ته د صندقونو د انتقال مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخابات بنسټ يا فیفا په کندهار ولایت کې د انتخاباتو د ځنډېدو هرکلی کوي او وايي چې په دغه ولایت کې خلک د پرونۍ پېښې له امله روحاً ناارامه شوي دي.
د دې بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

“کومه پېښه چې په کندهار کې وشوه، عامه اذهان یې ناارامه کړي او دا د دې لامل کېږي چې په ټاکنو کې کم خلک ګډون وکړي او فکر کوم چې په دې برخه کې د کمېسيون پرېکړه پرځای ده.”

ښاغلی رشید ټينګار کوي چې په کندهار ولایت کې د ټاکنو ډېر ځنډول به هم ستونزې پیدا کړي.

نوموړی د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه غواړي چې دغه ځنډ ډېر اوږد نه کړي.

راپور: واصل وصال

پخواني معلومات:

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي چې په کندهار ولايت کې د ولسي جرګې انتخابات وځنډول شول.

د افغانستان د ملي امنيت شورا نن جمعه د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د وړانديز پر اساس پرېکړه وکړه چې په کندهار کې به انتخابات په یوه اوونۍ ځنډ سره وشي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون ویاند سيد حفيظ الله هاشمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

“د انتخاباتو د قانون د ۱۰۴مې مادې له مخې، د ملي امنيت شورا ومنله چې په کندهار ولايت کې انتخابات یوازې د يوې اوونۍ لپاره وځنډول شي.”

دا په داسې حال کې ده چې پرون د کندهار ولايت په ماڼۍ کې د دې ولايت د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنيت رئیس عبدالمومن حسین خېل په ډزو ووژل شول.

جنرال رازق نن جمعه په کندهار ولايت کې خاورو ته وسپارل شو.

طالبانو ويلي چې انتخابات به ګډوډ کړي او د دې حملې مسؤليت یې هم منلی دی.

پخواني معلومات:

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون کميشنرې وسیمې بادغيسي ويلي چې کمېسيون وړانديز کړی چې په کندهار کې دې د پرونۍ پېښې په خاطر په دې ولايت کې انتخابات وځنډول شي.

دې نن جمعه له ازادي راډیو سره په دې اړه په خبرو کې زیاته کړه:

“په دې دليل چې له بده مرغه، افغانستان خپل زامن پرون له لاسه ورکړل او امکان لري چې په کندهار ولايت کې انتخابات له ننګونو سره مخ شي، د انتخاباتو کمېسیون پرېکړه کړې چې د انتخاباتو ځنډولو مسئله د امنيت شورا ته وړانديز شي او د کمېسیون غړو دا مسئله تصويب کړې ده، تصويب نامه اوس شورا ته لېږل شوې ده.”

د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس پرون هغه مهال د والي د یوه ساتونکي په ډزو کې ووژل شول، کله چې په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره تر یوې امنیتي غونډې وروسته له غونډې د وتلو په حال کې وو.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.