د انتخاباتو د کمیسیون مشره وايي، د ولسوالي شوراګانو د انتخاباتو د ځنډېدو وړاندیز یې رد کړ
تاند- د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې ورڅخه غوښتي چې د غزني د ولسي جرګې او د ۳۴ ولایتونو د ولسوالي شوراګانو انتخابات وځنډوي.
د افغانستان حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پتېیلې چې د میزان په ۶ مه د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت د غزني د ولایتي شورا او د ټولو ولسوالیو د شوراګانو انتخابات وکړي.
دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې د ولسوالي شوراګانو انتخابات کېږي.
مېرمن نورستانۍ وویل، د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الیس ویلز تېره اوونۍ د کابل د سفر په ترڅ کې ورڅخه وغوښتل چې د غزني د ولایتي شورا او همداراز د ولسوالي شوراګانو انتخابات وځنډوي خو دې یې وړاندیز ونه مانه.
دا وايي چې اغلې ویلز ورته وویل چې د انتخاباتو کمیسیون دې ټول تمرکز د ولسمشرۍ پر انتخاباتو وکړي ځکه چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت دوه نور انتخابات ممکن نه دي.
اغلې نورستانۍ زیاته کړه، پکار ده چې د ولسمشرۍ انتخابات شفاف او له درغلۍ پاک وي خو د دې ترڅنګ باید د ولسوالي شوراګانو انتخابات هم وشي ځکه چې د مشرانو جرګې د انتخابي غړیو د کار دوره پای ته رسېدلې ده.
تېره اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وویل، د سولې پروسې ته لومړیتوب ورکوي چې په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته لار هواره کړي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې سوله د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو مخه نه نیسي.
خلیلزاد زیاته کړه چې د سولې له هڅو سره هممهاله باید د انتخاباتو هلې ځلې ادامه پیدا کړي.
نظرات بسته شده است.