د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان فشار شامل دی

 

 

تاند- امریکايي چارواکي وايي، د ولسمشر ټرمپ اداره پر پاکستان د سختیو او فشارونو زیاتولو ته تیاري نیسي ځکه چې په دغه هیواد کې مېشتې تروریستي ډلې په افغانستان کې بریدونه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امریکايي چارواکو د نوم د نه څرګندېدو په شرط وویل، د ټرمپ اداره د بې پېلوټه الوتکو د حملود زیاتولو، پاکستان ته د یو شمېر مرستو د بندولو یا ځنډولو او په نهایت کې له پاکستان څخه د امریکا د غیرناټو مهم شریک د مقام د اخیستلو په شمول پر یو شمېر اقداماتو غور کوي.

ځینې امریکايي چارواکي شک لري چې دا اقدامات به د پاکستان چلند بدل کړي او وايي چې تر دې پخوا د تروریستي ډلو د فعالیت د مخنیوي او د هغو د ملاتړ د بس کولو لپاره پر پاکستان د امریکا هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

دوی وايي چې د پاکستان له نژدې ګاونډي هند سره د امریکا د اړیکو نژدې کېدا د پاکستان د همکارۍ چانسونه نور هم لږ کړي دي.

امریکايي چارواکي وايي، که د اسلام اباد چارواکي د افغانستان په اړه په خپله ۱۶ کلنه پالیسي کې بدلون راوړي دوی به له پاکستان سره پراخې همکارۍ وکړي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا په حکومت کې د شاملو چارواکو په قول وايي چط په وروستیو کې د ټرمپ په اداره کې له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو ډېر بحثونه شوي او نوې ستراتیژي به، چې د جولای په نیمايي کې اعلانېږي، پر پاکستان ځانګړی تمرکز ولري.

یوه امریکايي چارواکي وویل«موږ هیڅکله په زغرده نه دي ویلي چې د پاکستان په اړه مو ستراتیژي څه ده. نوې ستراتیژي به په ښکاره ووايي چې له پاکستانه مشخصاً څه غواړو.»

تر دې مخکې هم یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي و چې دا ځل یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د افغانستان او پاکستان لپاره ګډه ستراتیژي جوړوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.