د امریکا لوی درستیز: د پاکستان او امریکا د ښو اړیکو له ژمنې څخه به په شا نه‎شم

 

په داسې حال کې چې امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې په پاکستان کې له افراطي ډلو د ملاتړ له کبله د اسلام‎اباد پر ضد سختې څرګندونې کړي، د متحده ایالاتو د وسله‎والو ځواکونو لوی درستیز وايي چې دی لا هم د امریکا او پاکستان اړیکو ته ژمن دی.

د واشنګټن او اسلام‎اباد اړیکې په وروستیو څو اوونیو کې ترینګلې شوي، ځکه امریکا له پاکستانه په کلکه غواړي چې په دې هېواد کې دېره افراطي وسله‎وال وځپي.

خو د امریکا د وسله‎والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» په بروکسل کې د خبریالانو یوې وړې ډلې ته وویل، دی به د پاکستان او امریکا د ښو اړیکو له ژمنې څخه په شا نه‎شي.

افغانستان کې د امریکا د پوځ د بریا لپاره د پاکستان همکاري د اهمیت وړ ده.
له دې مخکې د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د پوځي مرکزي قرارګاه قوماندان جنرال جوزف ووټل ته ویلي و چې د امریکا انتقادونه پاکستان ته داسې یو احساس ورکوي چې خیانت ورته شوی وي.

ښاغلي ډانفورد چې په دې اړه په ډېر پام او احتیاط سره خبرې کولې په ډاګه کړه چې دی او جنرال ووټل به د پاکستان او امریکا د پوځونو ترمنځ د خبرو مشرۍ ته دوام ورکړي او زیاته‌یې کړه چې دفاع وزیر جېمز مټېس به هم په دې خبرو کې شامل وي.

ډانفورد وویل، نه‌غواړي چې د امریکا او پاکستان پر اړیکو بحث وکړي، ځکه دی ژمن دی چې د دواړو هېوادونو اړیکې ښه کړي او د ده په وینا د جنرال ووټل په مشرۍ د پوځونو ترمنځ ډیالوګ به نتیجه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس ویلز هم پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» اسلام‎اباد ته ورسېده او له پاکستاني چارواکو سره‌یې خبرې اترې وکړې.

مېرمن ویلز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره په کتنه کې هم په افغانستان کې د امریکا د پوځ د بریا لپاره د پاکستان همکاري د اهمیت وړ وبلله.

مېرمن ویلز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره
مېرمن ویلز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه سره
دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلې.

بیان زیاتوي چې پاکستاني چارواکو دې امریکایۍ ډيپلوماتې ته د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د خپلو هغو اقداماتو په اړه چې د پاکستان د قانون د تنفیذ ځواکونو ترسره کړي معلومات ورکړل او هغې هم دا اقدامات د سیمې د امنیت لپاره ګټور وبلل.

په بیان کې یادونه شوې چې د پاکستان دې اقداماتو په پاکستان او ټوله سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره د پام وړ نتیجه ورکړې.

په همدې حال کې په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم ویلي چې پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» یې له مېرمن ویلز سره ولیدل

Zardasht Shams
@shamszardasht
Afghan Ambassador @DrOmarZakhilwal met with Amb Alice G. Wells, US Asst Secretary of State and Special Representative for Afghanistan and Pakistan and discussed wide range of bilateral as well as regional issues.

8:56 PM – Jan 15, 2018
Replies 12 12 Retweets 39 39 likes
Twitter Ads info and privacy
ښاغلي زاخېلوال پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې له دې امریکایۍ چارواکې سره‌یې د افغانستان او پاکستان د اړیکو، د سولې د بهیر او له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې، خو ښاغلي زاخېلوال د دې خبرو جزئیات نه‎دي روښانه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الېس ویلز داسې مهال پاکستان ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د دېره ترورېستي ډلو د پټن‎ځایونو له کبله اسلام‎اباد د متحده ایالاتو له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی او د دواړو هېوادونو اړیکې خړپړ شوې دي.

د دې دوو هېوادونو اړیکې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالد ټرمپ د کار له پیل وروسته نورې هم ترینګلې شوې.

ښاغلي ټرمپ د اګسټ میاشتې په پای کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پاکستان د هغه هېواد په توګه یاد کړ چې له هغه ځایه پر افغان او امریکايي ځواکونو د وسله‎والو حملې تنظیمېږي او ویې‌ویل چې پاکستان د دې ډلو ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دا ادعاوې رد کړې دي.
Donald J. Trump

@realDonaldTrump
The United States has foolishly given Pakistan more than 33 billion dollars in aid over the last 15 years, and they have given us nothing but lies & deceit, thinking of our leaders as fools. They give safe haven to the terrorists we hunt in Afghanistan, with little help. No more!

11:12 PM – Jan 1, 2018
55,551 55,551 Replies 101,944 101,944 Retweets 306,541 306,541 likes
Twitter Ads info and privacy
واشنګټن په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له پاکستان سره د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت خپلې مرستې به تر هغه وخته بندې کړي چې اسلام‎اباد په دې هېواد کې د دېره ترورېستي ډلو پر ضد قاطع او واضح اقدامات نه‎وي کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.