د امریکا له خوا پر پاکستان د حقاني شبکې د نښه کولو شرط لا هم پر ځای پاتې

 

دآزادی راډیو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ۲۰۱۸میلادي کال لپاره د امریکا په نوې تصويب شوې بودجه کې د پاکستان لپاره د ۷۰۰ ميلیونه ډالرو مرستې شاملې دي.

خو دا مرستې مشروطې دي چې پاکستان باید په خپله خاوره کې حقاني شبکه په نښه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند وايي، پاکستان ته د امریکا له خوا په ځانګړې شوې مرسته کې، د حقاني شبکې په نخښه کولو شرط اوس هم پر ځای پاتې دی.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند محمد فيصل وويل چې د امریکا د نوي کال په بودجه کې يې هېواد ته د۷۰۰ ميلیونه ډالرو مرستې تصویب شوې دي.
ده وويل:

“د امریکا کانګرس په دې وروستیو کې د ۲۰۱۸میلادي کال لپاره د ملي دفاع بودجه د امریکا د ائيتلافي ملاتړ له فنډ څخه تصويب کړه چې ۷ سوه ميلیونه ډالره د پاکستان لپاره پکې ځانګړي شوي دي.”

دا نوې خبره نه ده چې دغه مرستې مشروطې دي چې د حقاني شبکې پر وړاندې به پاکستان مبارزه کوي او مخکنۍ تصويب شوې مرستې هم همداسې مشروطې وې.

محمد فيصل همداراز وويل چې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس به په راتلونکو څو اوونیو کې پاکستان ته سفر وکړي.

ده وويل:

“تمه ده د امریکا د دفاع وزیر جيمز مټېس په راتلونکو څو اوونيو کې راشي او د ډيپلوماټيکو چينلونو له لارې، د سفر د مناسبې نېټې په اړه خبرې روانې دي.”

ده زیاته کړه چې پاکستان او امریکا د ټولو موضوعاتو په ګډون د سیمې د امنیت او ثبات په اړه په خبرو بوخت دي.

تېره اوونۍ د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل د پاکستان د پوځ له لوی درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په راولپنډۍ کې ليدلي وو، د سیمې د امنیت، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د امنیت او په سیمه کې د سولې او ثبات پر موضوعاتو يې خبرې کړې وې.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.