د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د چلند د نه بدلېدو په وړاندې خبرداری ورکړ

 

 

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايي، که پاکستان د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پر ضد اقدام ونه کړ، د امریکا متحد ایالتونه کېدای شي له پاکستان څخه هغه مهم مقام او درجه واخلي چې له ناټو دباندې یې دغه هیواد ته ورکړی دی.

ټیلرسن وویل چې که پاکستان ونه غوښتل چې خپل چلند بدل کړي، دا او نور انتخابونه پر مېز شته.

ټیلرسن دا احتمالي اقدامات د ولسمشر ټرمپ د افغانستان د نوې ستراتیژۍ په رڼا کې مطرح کړل.

د اسوشیتید پریس خبری اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې بې شمېره تروریستي ډلې په پاکستان کې خوندي پناهځایونه لري.

د امریکايي او پاکستاني دیپلوماتانو کتنې

په همدې حال کې واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په خپله ویبپاڼه کې ولیکل چې ټیلرسن به ژر د پاکستان له سفیر سره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړي خو دا خبر ژر د واشنګټن ټایمز له ویبپاڼې وایستل شو.

خو پاکستان وايي چې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف سره وکتل چې تروریستانو ته د پناه ورکولو په اړه د ولسمشر ټرمپ پر تورونو خبرې وکړي.

پاکستان همداراز وايي چې د بهرنیو چارو وزیر به یې په راتلونکو ورځو کې په واشنګټن کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سره وویني.

امریکايي پوځیان به ژر افغانستان ته واستول شي
جنرال جوزیف ووټل

په همدې حال کې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ووټل وايي چې تازه دمه امریکايي ځواکونونه به، چې د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ پر اساس لېږل کېږي، ډېر ژر افغانستان ته واستول شي.

ځینو امریکايي رسنیو د امریکايي چارواکو په قول اټکل کړی چې له ۴۰۰۰ تر ۴۵۰۰ نور امریکايي پوځیان به په افغانستان کې ځای پر ځای شي.

اسوشیتید پریس وايي، ووټل دا خبره د سې شنبې په ورځ سعودي عربستان ته د سفر په مهال وکړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.