د امریکا بې پېلوټه الوتکو له فراه څخه د تېښتې په حال کې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې

 
تاند- د فراه ولایت په مرکز کې د طالبانو له حملو وروسته د امریکا هوايي ځواک د طالبانو پر یوه کاروان د چهارشنبې په ورځ بمباري وکړه او ویل کېږي چې ډېر شمېر طالبان یې ووژل.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس وايي، په دې برید کې، چې ویدیو یې خپره شوې ده، لږترلږه ۲۸ طالبان ووژل شول.

د امریکا پوځ په ټویټر کې دا ویډیو له خپرولو یو څه وروسته لېرې کړه او د هغو کلماتو په خاطر یې بخښنه وغوښته چې د دې ویدیو ترڅنګ یې لیکلي وو.

د امریکا د هوايي ځواک نویو (ایم کیو -۹ ریپر) بې پېلوټه الوتکو د چهارشنبې په ورځ له فراه ښاره پر تښتېدونکو طالبانو برید وکړ.

په دې جګړه کې د افغانستان هوايي ځواک له سوپر توکانو الوتکو او ایم آی -۱۷ هیلي کوپترو کار واخیست.

سره له دې چې د چهارشنبې تر ماښامه طالبان له فراه ښاره وتلو ته اړ شول خو بیا هم د پنجشنبې تر سهاره د طالبانو پاتې شویو کسانو مقاومت ته دوام ورکړ.

د پنجشنبې په ورځ افغان امنیتي ځواکونه د فراه په درېمه امنیتي حوزه کې د کور په کور تلاشۍ په مهال څو ځایه د خلکو په کورونو کې د پټ شویو طالبانو له مقاومت سره مخامخ شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.