د امریکا او طالب استازو د نهم پړاو خبرو ته د افغان حکومت هیله مندي

دآزادی راډیو

افغان حکومت هیله لري چې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د نهم پړاو خبرو پایلې به په افغانستان کې د اوربند او د بین الافغاني خبرو د پیل لامل شي.

له طالب استازو سره د خبرو لپاره قطر ته د زلمي خلیلزاد د تازه سفر ترڅنګ افغان حکومت وايي چې وضعیت له نږدې څاري.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت هیله لري چې د دې پړاو د خبرو پای به د بین لافغاني خبرو د پیل او اوربند لامل شي.

ده وویل:

“وبه لیدل شي چې دغه خبرې څنګه پیلېږي او څه پایلې لري، خو موږ هیله مند یوو چې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو پایله د اوربند او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لامل شي.”

طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي دي چې امریکا هوکړې ته چمتو ده او وبه کتل شي چې طالبان هم چمتو دي او که نه.
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

@US4AfghanPeace
Productive week in Washington. Briefed management on where we are and next steps. Back on the road again. First stop Doha where we will try and close on remaining issues. We’re ready. Let’s see if the Taliban are as well. https://www.state.gov/special-representative-for-afghanistan-reconciliation-zalmay-khalilzad-travels-to-qatar-and-afghanistan/ …
Special Representative for Afghanistan Reconciliation Zalmay Khalilzad Travels to Qatar and…
Special Representative for Afghanistan Reconciliation Ambassador Zalmay Khalilzad will depart on travel to Qatar and Afghanistan on August 20. In Doha, Ambassador Khalilzad will resume talks with the…

state.gov
629
7:27 AM – Aug 21, 2019
Twitter Ads info and privacy
309 people are talking about this
خو د ولسمشر ویاند د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه له وخته وړاندې ګڼي او وايي چې تر دې دمه هوکړه لیک نه دی وروستی شوی او له افغان حکومت سره هم نه دی شریک شوی.

تر دې دمه لا معلومه نه ده چې د نهم پړاو خبرې کله پیلېږي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین تېره شپه ازادي راډيو ته ویلي چې له امریکايي لوري سره یې خبرې ښايي راتلونکو ورځو کې پیل شي.

ښاغلي شاهین ویلي دي چې د یوه هوکړه لیک د نهايي کېدو تمه شته، خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې طالبان د جګړې په دوام سره د سولې د پروسې د ګډوډلو په هڅه کې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هیله څرګندوي چې طالبان او پاکستان د سولې د پروسې د ګډوډلو پر ځای باید د پروسې د بریاليتوب لپاره په ګډه کار وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي، زلمی خلیلزاد به د افغانستان د کړکېچ د پای ته رسولو په هدف د سولې د هڅو د یوې برخې په توګه په دوحه کې بیا له طالب استازو سره خبرې پیل کړي.

په بیان کې دغه شان ویل شوي چې زلمی خلیلزاد به په کابل کې د افغان حکومت له مشرتابه سره سلا مشورې وکړي او په بین الافغاني خبرو کې بشپړې برخې اخیستو ته به یې وهڅوي.

د سولې د روانو هڅو ترڅنګ تازه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ پوهنتون دی او په دې هېواد کې د امریکايي عسکرو رول پولیسي شوی دی.

نوموړي ویلي، افغانستان یو خطرناک ځای دی او هېواد يې باید د خپلو عسکرو د ژوند خیال وساتي.

افغان حکومت وايي، په دې هېواد کې لا هم د ترهګرۍ ګواښ موجود دی او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو موجودیت یوه اړتیا ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د سولې د پروسې یو شمېر څارونکي باور نه لري چې د سولې نهم پړاو خبرو کې دې هوکړه وشي، ځکه د دوی په وینا لاهم د دواړو لوریو ترمنځ اختلافات موجود دي.

له دې ډلې سید خالد سادات وایي: ځیني مسایل نه دي حل شوي، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور، تراوسه په دې مسئله دواړه لوري هوکړې ته نه دي رسېدلي، په همدې لحاظ فکر نه کوم چې دواړه خواوې به په دې پړاو کې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.

طالب استازو او امریکايي پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې اته پړاوه خبرې ترسره کړې چې په کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د څرنګوالی، اوربند او بین الافغاني خبرو اترو بحثونه وشول.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.