د امریکا او طالبانو خبرې پر څو مسلو د اختلاف له کبله وځنډېدې

 
تاند- طالبان وايي، د غونډې پر اجنډا د اختلاف له کبله یې نن /چهارشنبه/ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خیلزاد سره خبرې ونه کړې.

په پام کې وه چې نن او سبا د دواړو خواوو ترمنځ په قطر کې خبرې وشي.

تر دې وړاندې د ابوظبي په غونډه کې پتېیل شوې وه چې بله غونډه د سعودي په جده کې وشي خو طالبانو وروسته وویل چې دوی سعودي عربستان ته نه ځي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس پر ټویټر لیکلي«یقیني نه ده چې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې وشي.»

ده همداراز لیکلي، طالبان هماغه راز چې له رسنیو سره خبرې کوي، له افغانانو سره دې هم وږغېږي.

رویټرز خبري اژانس وايي، طالبانو ورته ویلي چې امریکا ټینګار کاوه چې طالبان دې په دې غونډه کې له افغان چارواکو سره وویني.

طالبانو دغه راز ویلي چې دواړه خواوې په روان ۲۰۱۹ کال کې د اوربند پر سر هم اختلاف لري.

ځینې سرچینې وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د اعتماد د رامنځته کېدو لپاره اوربند وکړي خو طالبان وايي چې اوربند نه کوي.

یوې طالب سرچینې رویټرز ته ویلي، ټاکل شوې وه چې د دوحې په نننۍ غونډه کې د امریکايي پوځیانو د وتلو، د بندیانو د تبادلې او له تور لیسته د طالب مشرانو د ایستلو په اړه خبرې وشي.

طالب سرچینه زیاتوي، طالب استازو له امریکايي چارواکو د خپلو ۲۵ زره بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې په مقابل کې به ۳ زره بندیان خوشي کړي. خو امریکايي چارواکو د بندیانو له تبادلې سره لېوالتیا ښکاره نه کړه.

طالب سرچینه وايي، تر څو چې بندیان تبادله نه شي دوی به له اوربند موافقه ونه کړي.

خو دا په داسې حال کې ده چې بندیان د افغانستان د حکومت په محبسونو کې دي او په دې اړه هره پرېکړه باید د افغانستان حکومت وکړي او له همدې کبله امریکا اصرار کوي چې طالبان دې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

د امریکا د سفارت له لوري هم په یوه ټویټري پیغام کې په دې ټینګار شوی چې د افغانستان د شخړې د پای ته رسېدا لپاره بین الافغاني خبرې ضروري دي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه له هندي چارواکو سره د سلامشورې لپاره هند ته لاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی به د هند ترڅنګ چین، افغانستان او پاکستان ته هم لاړ شي.

خلیلزاد تر دې مخکې هند ته نه و تللی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.