د امریکا، اروپا، جرمني او یوناما استازو پر افغان سوله خبرې بحث کړی

 

تاند، شنبه، د جدي ۲۸مه: د امریکا، اروپا، جرمني او یوناما استازو په دوبۍ کې له زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله لیدنه او ناسته کړې ده.

د جرمنی استازی مارکس پوتزل وایي، ټولې خواوې په دې ناسته کې د تاوتریخوالي پر کمولو متفقې وې.

په دې ناسته کې ټولو لوریو له خلیلزاد سره په خبرو کې د سولې له خبرو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ډاډ ورکړی.

په ورته وخت کې یوناما وايي:« په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په دوبۍ کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د سولې له خبرو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په تړاو یې خبرې کړې دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات بیا پیل شوي دي او د سولې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو خبرې شوې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.