د الازهر شیخ د افغانستان جګړه حرامه وبلله

 

ند (دوشنبه، د سرطان ۱۶) د مصر د ازهر (الازهر) شیخ په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلله او افغان امنیتي ځواکونه یې په دې جګړه کې په حق وبلل.

د ازهر شیخ احمد الطيب پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:

«د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر ملګرو را څخه د افغانستان د جګړې په اړه پوښتلي و، ما پخوا هم ویلي و اوس یو وار بیا هم وایم چې په افغانستان کې جګړه مطلقاً حرامه ده او دا جګړه ورور وژنه ده، په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌ډول اوسمهال چې د طالبانو او د امریکا د حکومت ترمنځ د سولې هوکړه وشوه. نو دا جګړه د مسلمانوژنې جګړه ده او افغان امنیتی ځواکونه په دغه جګړه کې پرحقه دي او هر وژل شوی سرتېری یې شهید دی. طالبانو جهالت ته ترجیح ورکړې او له دې امله د طالب د مړي جنازه روا نه ده.»

د ازهر شیخ په افغانستان کې د دوو مهمو دیني عالمانو وژل کېدو ته په اشارې لیکلي:

«په پام کې وه چې شهید ورور دوکتور ایاز نیازی د افغانستان ستر عالم به په یوه لویه اسلامي مجمع کې د افغان جګړې په تړاو راسره وي، خو طالبانو دغه عالم شهید کړ.له الله ج څخه غواړم چې دوکتور ایاز نیازی او مولوی مفلح ته جنتونه ورکړي او طالبان سمې لارې ته راولي.»

تر دې پخوا د سعودي عربستان مفتي هم د افغانستان جګړه ناروا بللې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.