د افغان خبریالانو کمېټه: لا هم افغانستان خبریالانو ته ګواښوونکی هېواد دی

دآزادی راډیو

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، لا هم افغانستان د خبریالانو لپاره تر نورو هېوادونو ګواښوونکی هېواد دی.

د دغې کمېټې مشر نجیب شریفي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۰» د یادې کمېټې د کلني راپور د شریکولو پر مهال وویل، په افغانستان کې د خبریالۍ د چارو پر وړاندې زیاتې ننګونې موجودې دي.

ښاغلي شریفي زیاته کړه:

“سږ کال هم افغانستان د خبریالۍ لپاره بدترین هېواد وګڼل شو او د خبریالانو او د خبریالۍ د چارو پر وړاندې د ګواښ، ستونزو او وضعیت وخامت ښیي، دا دوهم کال دی چې دغه هېواد د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره بد هېواد ګڼل کېږي.”

ارشیف، د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مشر نجیب شریفي په یوه خبري غونډه کې
ارشیف، د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مشر نجیب شریفي په یوه خبري غونډه کې

بې‌پولي خبریالانو په فراه کې د افغان خبریال وژل غندلي
ښاغلي شریفي په فراه ولایت کې د جاوید نوري په نوم د یوه خبریال د وژنې په اړه چې د نشاط په نوم د نوموړي ولایت په یوه سیمه‌ییزه راډیو کې یې کار کاوه او ویل کېږي چې په‌دې وروستیو ورځو کې د طالبانو له‌خوا وژل شوی هم اندېښنه څرګنده کړه.

خو طالبانو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له رسنیو او خبریالانو غوښتنه وکړه چې د خبریالۍ او په تېره بیا د ترورېستي پېښو او جګړې پر مهال د خبر د پوښښ په وخت کې خپل خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

په ۲۰۱۸ میلادي کې د وژل شويو خبریالانو د انځورونو بنر چې د نی له‌خوا جوړ شوی.
نی: ۲۰۱۸ د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ کال و چې ۲۰ خبریالان په‌کې ووژل شول
ښاغلي شریفي پر حکومت او رسنیو هم انتقاد وکړ چې د دغې کمېټې او یو شمېر نورو بنسټونو له‌خوا چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کوم لارښودونه جوړ شوي تطبیق کړي یې نه‌دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه ۲۰۱۸ میلادي کال د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په پرتله په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کموالي کال یادوي، حال دا چې نی، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې ۲۰۱۸ میلادي کال د خبریالانو لپاره تر ټولو نورو تېرو کلونو خونړی بللی وو.

د افغانستان ولسمشر له خبریالانو سره
ولسمشر غني: د خبریالانو په کارونو کې به د مداخلو مخه ونیسو
شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې د نی دفتر د افغان خبریالانو په اړه خپل کلنی راپور خپر کړ چې له مخې یې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۹۷ پېښې ثت شوي چې یوازې ۲۰ یې د وژنې پېښې وې، حال دا چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په‌دغه کال کې د تاوتریخوالي د ۱۲۱ پېښو خبره کوي.

له دې سره یو شمېر افغان خبریالان پر حکومت او د رسنیو د ملاتړ پر بنسټونو انتقاد کوي چې د دوی د خوندیتوب لپاره‌یې اغېزمن کارونه نه‌دي کړي.

له دې ډلې نرګس هورخش وایي:

“موږ ګورو چې حکومت او د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونه چې د دوی د خوندیتوب لپاره کار کوي، تل د خوندیتوب خبرې کوي، خو په عمل کې په‌دې برخه کې لازم اقدامات نه‌دي شوي.”

اغلې هورخش وايي، حکومت او رسنۍ دې د خبریالانو ژوند او خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

راپور: فېروزه عزیزي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.