د افغان حکومت مرکچي پلاوی: ژر به د بین الافغاني خبرو پر طرزالعمل هوکړه وشي

دآزادی راډیو

قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، د افغانستان مرکچې پلاوو تماس ډلو ترمنځ یو اختلافي ټکی، د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ د راتلونکو مذاکراتو مخته وړل دي.

دغه راز د افغان حکومت یوه سرچینه د امریکا او طالبانو د هوکړې ترڅنګ د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر پام کې نیولو ټینګار کوي.

له قطر څخه له ورکړل شویو راپورونو څرګندېږي چې دغلته د افغان دولت او طالبانو د تماس د ډلو ترمنځ پر طرزالعمل بحثونه په ستونزمنو پړاوونو کې دي.

طلوع نیوز په دوحه کې د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي د یو غړي له خولې ویلي، طالبان فکر کوي چې د افغان دولت پلاوی به په دې وړو خبرو کې بوخت وساتي چې د ښاغلي لودین په وینا بالاخره به راتنګ شي او بېرته به ستانه شي.
خو عطالله لودین ویلي چې دوی به دوحه کې پاتې شي. د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو بل غړي حفیظ منصور هم ویلي چې فکر نه کوي طالبان دې بدل شوي وي.

خو د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي غړې فوزیې کوفي ازادي راډیو ته دا ډول بحثونو کې د ستونزو او اختلاف شتون د پروسې برخه وبلله او ویې ویل مرکچې پلاوي د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو ته د طرزالعمل او کاري اصولو ټاکلو ته نږدې شوي.
هغه زیاتوي: “د طرزالعمل او کاري اصولو په اړه خبرې تقریبا وروستیو مراحلو کې دي او زموږ انتظار دا دی چې دا طرز العمل چې د دواړو لورو د کار اساس جوړوي یو ښه طرزالعمل وي،اوس مهال خبرې په وروستیو پړاوونو کې دي.”

قطر کې د طالبانو یوې سرچینې چې د موضوع حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته ویلي، د افغان مرکچې پلاوو تماس ډلو ترمنځ د اختلاف یو اساسي ټکی دا دی چې، طالبان غواړي بین الافغاني مذاکرات د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په ۲۹مه د لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ ترسره شي.

د دې سرچینې په وینا ، د دواړو لورو تماس ډلو د چهارشنبې په ورځ د طرز العمل او کاري اصولو په اړه ناستې کړې خو کومې پایلې ته نه دې رسېدلي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې د طالبان له لورې د دې غوښتنې مطرح کول تایید کړي.

خو دغه حکومتي سرچینه وايي، د طالبانو د مرکچې پلاوې غوښتنو ترڅنګ د سولې مشورتې جرګې پرېکړه لیک هم باید د بین الافغاني خبرو د بنسټ په توګه په نظر کې ونیول شي.

همدا راز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د پنجشنبې په ورځ د افغان سولې په اړه خپلو تازه خبرو کې ویلي، د طالبانو او حکومتي مرکچې پلاوو تماس ډلو تراوسه په ۱۸ مواردو هوکړه کړې خو دا چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات د کومو هوکړو په اساس مخ ته ولاړ شي د افغانانو خپلمنځي موضوع ده.
هغه زیاته کړه: “مذاکرات پر اصولو، حکومتولۍ متمرکز دي، په کړنلارو او اصولو، دوی په اتلسو یا فکر کوم شلو مواردو توافق کړی دی، یو شمېر یې چې اوس پرې بحثونه راڅرخي، یوه یې مذهبي مسئله ده چې د ستونزو د هواري لپاره به کوم مذهبي اصول کارول کېږي. او بل لکه څنګه چې وویل شول د امریکا او طالبانو د تړون رول دی. ”

همداراز افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر ډېره د بین الافغاني مذاکراتو په خپلواکۍ ټینګار کړی او ویلي دي چې تر هغه به امریکا او یا نور هېوادونه د افغانان خپلمنځي خبرو کې مداخله و نه کړې چې افغانان د مرستې غوښتونکې نشي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې هوکړې د روان میلادي کال په ۲۹ د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.