د افغانستان په ختیځ کې د داعش فعالیتونو زیاتې انديښنې پارولي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان په ختیځ کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې فعالیتونو زیاتې انديښنې پارولي دي.

د افغانستان په ختیځ په خاصه توګه کونړ کې داعش یا اسلامي دولت ډلې فعالیتونه زیات کړي او تاوان یې ملکیانو ته اوړي.

کونړ کې د داعش فعالیتونه
د کونړ یوه قومي مشر نصرالله خان پرون شپه «یکشنبه د جوزا ۲۶» له ازادي راډيو سره په مرکه کې دا خبره وکړه.

هغه وویل چې عام خلک مجبوره دي څو د داعش او طالبانو د جنګ له ویرې هر څه پریږدي او ځانونه خوندي سیمو ته ورسوي: “خلک داسې خپلو سیمو کې مېشت و چې هېڅ ښارونو ته راوتلي نه و. په‌دې معنی نه چې د داعش، طالب یا هم دولت پلویان و هسې یې خپل ژوند تیراوه. هغه ټول ترې پاتې شول. اوس چې بیا جنګ راځي بیا به کډه کېږي. د دوی لپاره نه چا کمپ جوړ او نه یې هم امکانات ورکړل.”

نصرالله خان وايي، سږ کال یو وار مخکې هم د داعش او طالبانو د جنګ په خاطر یوازې د چپې درې درې زره کورنۍ له سیمې ووتلې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر سږکال په اپرېل میاشت کې یو رپوټ خپور کړی و او ویلي یې چې په کونړ کې د داعش او طالبانو جنګ بشري ناورین رامنځته کړی دی.

په یاد رپوټ کې راغلي چې د جګړو له امله یوازې د چپې درې څه باندې ۳۱۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي چې د کسانو شمېر یې له ۲۱ زرو اوړي.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې ویلي و چې بې ځایه شوي کسان خوړو او روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري.
د کونړ قومي مشر نصرالله خان وايي، له بې ځایه شویو سره یوه اندازه مرسته وشوه، خو هغومره نه‌وه چې د دوی د ژوند ټول ضروریات پوره کړي او لا هم ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د هغو معلوماتو په اساس چې ازادي راډیو راټول کړي د کونړ چپه دره، نورګل، څوکۍ، باډېل، وټه‌پور، کوړنګل او ځینو نورو سیمو کې داعش فعالیت لري او وخت ناوخته طالبان پرې بریدونه کوي.

قومي مشر نصرالله خان هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د ګڼو سیمو نومونه واخېستل او ویې ویل، داعش ډلې هغه سیمې نیولي چې له کلونو طالبان پکې فعاله وو: “پنځو- شپږو میاشتو جریان کې کوړنګل، باډېل، ډیوه‌ګل، چپې درې دوه درې غټې سیمې دي. دا داعش ونیولې. له پرونه راهیسې د طالبانو ځینې تحرکات شوي دي. زموږ د سیمې «چپې درې» یوه سپين ږیري راته وویل چې د یکشنبې له ماښام را په‌دې خوا هلته بیا جنګ پیل شوی دی.”

نورستان کې د داعش فعالیتونه
د کونړ په ګاونډ ولایت نورستان کې بیا د داعش فعالیتونه ډېر نه‌دي تر سترګو شوي او ویل کېږي چې د دغه ولایت یوازې هغه سیمې له ګواښ سره مخې دي چې د کونړ له چپې درې سره نږدې پرتې دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم څه وخت مخکې په همدې اړه ازادي راډیو ته ویلي و، له کله چې په چپه دره کې د داعش خوځښت پیل شو د نورستان دیني عالمانو، ځوانانو او قومي مشرانو اعلان وکړ چې د داعش پر ضد به جنګیږي.

ننګرهار کې د داعش فعالیتونه
اخوا د ننګرهار د ولایتي شورا پخوانی غړی او یو با نفوذه کس ذبیح‌الله زمری وايي، داعش که څه هم د ده په خبره په خپل پخواني قوت کې نه‌دی پاتې خو لا هم د ننګرهار ځینې لېرې پرتې ولسولۍ له تهدید سره مخ کوي: “داعش په چپرهار، شېرزاد، خوګیاڼو، پچیراګام، توره‌بوړه هم هماغه استقامت کې ده له طالبانو سره په جګړه کې کېږي. له حکومت سره د دوی د جګړې توان نه‌لري.”

د افغانستان په ختیځ کې سیمه‌ییز مخور او مشران داسې وخت د داعش په فعالیتونو اندېښنه ښکاره کوي چې دې ډلې لوړپوړي امریکایي چارواکي هم اندېښمن کړي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مکنزي تېره اوونۍ ویلي و چې داعش په افغانستان کې امریکا ته یو جدي ګواښ دی.
دفاع وزارت: کونړ کې د داعش د له‌منځه وړلو لپاره عملیات دوام لري
که څه هم جنرال مکنزي ویلي و چې د امریکا د ترهګرۍ ضد هڅو تراوسه داعش دومره نه‌ده ځپلې چې له حملو ولویږي، خو د افغانستان دفاع وزارت وایي، دا ډله به له‌منځه یوسي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف د یکشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل په ټول افغانستان په خاصه توګه په ختیځو سیمو کې د داعش د له منځه وړلو لپاره عملیات روان دي: “زموږ عملیاتو نه د دوی په خلاف روان دي. شپني عملیات هم دي. همداسې زموږ هوايي ځواکونه هم په دوی بریدونه کوي. تېرو لسو ورځو کې د دوی ډېری کسان په همدې کونړ کې وځپل شول. د دوی ځینې قوماندانان له‌منځه لاړل. د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه له کوم توپیر پرته د هېواد د ښمنانو پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.”

له ښاغلي عارف سره د ازادي راډیو خبریال صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې ورنه پوښتنه کړې چې افغان پوځیانو په کونړ کې د داعش د خطر د دفاع لپاره څه کړي دي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
The code has been copied to your clipboard.
<iframe src=”https://pa.azadiradio.com/embed/player/0/30003114.html?type=audio” frameborder=”0″ scrolling=”no” width=”100%” height=”144″ allowfullscreen></iframe>

The URL has been copied to your clipboard
په فېس بوک کې شريکول
په ټویټر کې شريکول
No media source currently available
ښاغلی عارف وايي چې په کندهار، زابل او د افغانستان په شمال کې داعش مات شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند دا هم وايي چې په افغانستان کې داعش ډله د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په نوم فعالیت کوي او په وروستیو څو کلونو کې یې د هغو خونړیو بریدونو مسؤلیت منلی چې لسګونه ملکیان پکې وژل شوي دي.

د داعش ګڼ مشران او جنګیالي وژل شوي او په ننګرهار کې ان په دې ډلې د امریکا تر ټولو لوی غیر اټمي بم هم کارول شوی خو لا هم د دې ډلې فعالیتونه چې افغان چارواکي يې شمېر محدود بولي نه دي ختم شوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.