د افغانستان په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس پیل شو

 
تاند- د نړۍ د بېلابېلو اسلامي هیوادونو د شاوخوا ۱۱۰ سترو دیني عالمانو په ګډون د افغانستان په اړه د سعودي عربستان او اسلامي همکارۍ سازمان کنفرانس نن /سې شنبه/ په جده کې پرانیستل شو.

د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي یوسف بن احمد العثیمن په جده کې د کنفرانس په پرانستونکې وینا کې وویل«دا کنفرانس د افغانستان د تاریخ په حساس وخت کې دایرېږي.»

ده همداراز وویل چې د کنفرانس برخوال به د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدا پر لاروچاروخبرې وکړي.

د اسلامي همکارۍ سازمان مشر وویل، افغانان د ثبات، سوکالۍ او پرمختګ حق لري.

د سعودي عربستان د تلویزیون د راپور له مخې، د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي د افغانستان پر حکومت ږغ وکړ چې په خپل هیواد کې د سولې او ثبات په اړه د دې کنفرانس غوښتنې ته ځواب ووايي.

یوسف بن احمد العثیمن هیله څرګنده کړه چې دا غونډه به په افغانستان کې د پخلاینې بنسټ کښېږدي او په دې هیواد کې به تروریزم او افراطیت د تل لپاره پای ته ورسوي.

ده وویل دا کنفرانس د هغو ورانیو په ځواب کې جوړېږي چې په افغانستان کې کېږي.

په دې کنفرانس کې، چې د ۳۶ اسلامي هیوادونو دیني عالمان ګډون لري، ۲ ورځې دوام کوي.

د دې کنفرانس دوهمه غونډه په مکه مکرمه کې دایرېږي.

د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزیر ډاکتر عبداللطیف الشیخ «په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د علماوو نړیوال کنفرانس» ته په وینا کې د افغانستان ملاتړ وکړ، ویې ویل«د سعودي عربستان سلطنت په اسلامي نړۍ کې د خپلو وروڼو ملاتړ کړی او لا یې کوي.»

ده زیاته کړه«اسلام پر یووالي تاکید کوي او اختلاف نفي کوي.»

تاند ته د رارسېدلیو معلوماتو له مخې، په دې کنفرانس کې د سعودي عربستان او افغانستان ترڅنګ د پاکستان، کویت، متحده عربي امارات، بنګله دېش، سوډان، تونس، مصر، اندونیزیا، مالیزیا، اردن، لبنان او ۲۳ نورو اسلامي هیوادونو دیني عالمان ګډون لري.

د افغانستان د علماوو د سراسري شورا د رييس قیام الدین کشاف په مشرۍ ۳۵ کسیز پلاوی سعودي عربستان ته تللی دی.

باور کېږي چې د کنفرانس برخوال به د افغانستان روانه جګړه د مسلمانانو ترمنځ وینه بهېدا وګڼي او د هغې د پای ته رسېدا غوښتنه وکړي.

طالبانو د دې کنفرانس د پرانیستل کېدو په درشل کې ادعا کړې چې د افغانستان روانه جګړه نه د افغانانو ترمنځ جنګ دی او د نه د مسلمانانو ترمنځ.

طالبانو دغه راز ویلي چې د دوی جنګ تروریستي جنګ نه دی بلکې دوی د ۳۰ ملیون افغانانو استازي دي.

خو اکثره افغانان او نړیوال د افغانستان روانه جګړه یوه تروریستي جګړه بولي چې افغانان پکې قرباني کېږي.

نن هم په ننګرهار کې په یوه انتحاري حمله کې د ماشومانو په ګډون ۱۰ افغانان شهیدان شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.