د افغانستان نامتو سینماګر جوانشېر حیدري ومړ

بی بی سی

د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې مشر او ددې هېواد فلم جوړوونکی جوانشېر حیدري تېره شپه په روغتون کې د ناروغۍ له امله سا ورکړې.

نوموړی د نژدې ۷۰ کلنۍ په عمر د قلبي ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

ښاغلی حیدري د کابل د چنداول په جوانشېران سیمه کې زېږېدلی و. په سینما کې یې کار هغه مهال پیل کړی و چې دی د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځي کې محصل و.

له فارغېدو وروسته د ادارې او منجمنټ په برخه کې لنډمهالو زدکړو لپاره فلیپين ته لاړ. هلته د زدکړو له بشپړولو وروسته هېواد ته راستون شو او د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې یې د “ډارمو او ډیالوګ” د مدیر په توګه کار پیل کړ.

شاوخوا دوه لسیزې د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې مشر پاتې شوی و.

په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د افغان سینما وضعیت
د بي بي سي “رحیم داد” او وتلی ټوکمار اصف جلالي مړه شول
د هندي سینما پښتون ستوری قادرخان کاناډا کې ومړ
د نوموړي لومړی فلم “مجسمې خاندي” و. ده پخپله د فلمونو لپاره سوژې لیکلې او د فلمونو ډایرکټري یې هم کوله.

ښاغلي حیدري د افغانستان په سینما کې د هغه د ملګرو په وینا ۴۵ کاله کار کړی و او ټولټال یې شاوخوا ۱۵ فلمونه جوړ کړې و چې مشهور یې “بابا” او “خندانه مجسمه” و.

نوموړي پخپله د “صبور سرباز” فلم کې د یوه زړور سرتېري رول لوبولی او ورسره یې د “کډوال مرغان” فلم کې هم رول لوبولی. خو د فلم اصلي لوبغاړي رول یې نه و لوبولی.

ښاغلي حیدري همداراز د افغان مشهوره سندرغاړي احمد ظاهر د ژوند په اړه هم د “د شرق ستوری” په نوم یو فلم جوړ کړی و. هغه دا فلم په تاجکستان کې چې د احمد ظاهر مینه وال پکې شته جوړ کړی و.

د ښاغلي حیدري نژدې ملګری او همکار او د افغان فلم پخوانی رییس انجینیر لطیف احمدي وايي، ښاغلی حیدري د افغانستان د سینما لپاره لوی غنیمت و او نشتوالی یې لویه ضایعه ده. د ده په خبره تر هغې چې د افغانستان سینما وي، د ښاغلي حیدري نوم به یې تاریخ کې ثبت وي.

جوانشېر حیدري د ژوند په ورستیو کې یوازې ژوند کاوه او کورنۍ یې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي.

د ښاغلي احمدي په خبره د جوانشېر حیدري وزن په ورستیو کې زیات شوی و او له همدې امله ورته د زړه ناروغي پیدا شوې وه.

نوموړی زیاتوي چې دی دوه وارې ددې تکلیف له امله عملیات شوی و، خو درېیم وار یې په روغتون کې سا ورکړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.