د افغانستان سولې په اړه د سیمه‌ییزې او نړۍ‌والې اجماع لپاره د افغان حکومت هڅه

دآزادی راډیو

کابل به روانه اوونۍ سولې ته د رسېدو او په دې برخه کې پر یوې اجماع د هوکړې اړوند موضوعاتو لپاره د ګاونډیو، سیمې او نړیوالو قوتونو د استازو د څو غونډو کوربه وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سولې په اړه د دوشنبې ورځې په غونډه کې به د ګاونډیو او سیمې د ۱۹ هېوادونو سربېره

د سولې په اړه د دوشنبې، سې شنبې او پنج‌شنبې د ورځو په غونډو کې به د ګاونډیو او سیمې د ۲۰ هېوادونو سفیران، ځانګړي استازي او تر خوا یې د ملګرو ملتونو، امریکا او د نړیوالو سازمانونو په استازیتوب هم یو شمېر کسان ګډون وکړي.

اذربایجان، چین، مصر، هندوستان، ایران، قزاقستان، قرغزستان، د اسلامي همکاریو سازمان، پاکستان، روسیه، قطر، سعودي عربستان، ترکیه، تاجکستان، ترکمنستان، متحده عربي امارات، ازبکستان، امریکا او ملګري ملتونو ته په دې غونډه کې چې د وېډیو کنفرانس په وسیله کېږي، د ګډون بلنه ورکړل شوې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به‌یې کوربه وي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د یک‌شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۵» ازادي راډیو ته وویل: “په دې غونډه کې به د سفیرانو او ځانګړو استازو په ګډون چارواکي اشتراک ولري. د غونډې د بحث اجنډا، د تاوتریخوالي کموالی، د طالب بندیانو خلاصون، په بېړني ډول د بین‌الافغاني خبرو پیل، بشردوستانه اوربند ته رسېدل او تر خوا یې د مذاکراتو د پایلو په اړه خبرې دي.”

ښاغلی هېواد زیاتوي، د سې شنبې ورځې غونډه بیا یوازې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سولې او اقتصادي همکاریو پر دوام څرخي، خو د پنج‌شنبې په غونډه کې به د سیمې او نړۍ د ۲۰ هېوادونو سربېره، د اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او ناټو استازي هم ګډون وکړي او د بحث اجنډا به‌یې د دوشنبې د ورځې پر موضوعاتو راوڅرخي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د سولې لپاره سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع مهمه بولي او دا ډول غونډې د دې اجماع د لا پیاوړتیا لپاره یوه اړتیا یادوي
د دې وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: “له شپږ کلونو را په دې خوا د افغانستان دولت د سولې په خاطر په ملي، سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع باندې کار کړی او دا اجماع جوړه شوې ده، خو دا اجماع پیاوړتیا ته اړتیا لري او افغان حکومت‌یې باید وساتي. د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو رول د افغانستان د سولې لپاره مهم دی او پر بریا یې اغېز لري.”

افغانستان له دې وړاندې هم د سولې په برخه کې د سیمې په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو همکاري مهمه بللې.

خو هغه پوښتنه چې لا هم پر خپل ځای پاتې ده، هغه دا ده چې ایا ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان د افغانستان د سولې په برخه کې صادقانه همکارۍ ته چمتو دی؟
هغه څه چې په ښکاره دغه هېواد ځان ورته ژمن بولي، خو په عمل کې پرې افغانان لا هم شک لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.