د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د عمان په ماتولو د صحرا جام پایلوبې ته ووت

 

 

تاند – د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د صحرا کپ په نیمه پایلوبه کې عمان ته په ۸ ویکټونو او ۹ اضافي توپونو ماتې ورکړه.

پچه افغانستان وګټله خو غوره یې وګڼله چې لومړی عمان بیټنګ وکړي.

عمان په شلو اوورونو کې د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۱۴۹ منډې وکړې. فرید احمد د عمان ۳ او راشد خان ارمان ۲ لوبغاړي وسوځول. دوه نور د امیر حمزه او سمیع الله شینواري له لوري وسوځول شول. نوروز منګل ۳۴ منډې وکړې او محمد شهزاد په ۶۰ توپونو ۸۰ منډې وکړې.

اصغر ستانکزي ۲۵ او سمیع الله شینواري په ۴ توپونو ۶ منډې وکړې او دواړه تر پایه پاتې شول.

د صحرا کپ د لوبو په سلسله کې،‌ تېره ورځ پنجشنبه/د جنوري ۱۹مه/ افغانستان نمیبیا ته او تر هغې مخکې متحده عرب اماراتو ته هم ماتې ورکړې وه.‌ د عمان په ماتولو سره افغانستان د صحرا جام پایلوبې ته ووت.‌

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.