د افغانستان د موسیقۍ انستیتیوت د موسیقۍ تر ټولو ستره جایزه وګټله F

 

 

تاند- د افغانستان د موسیقۍ انستیتیوت او د میتالیکا د موسیقۍ ډلې په ګډه نن /چهارشنبه/ د پولار موزیک جایزه وګټله.

د پولار د جایزې، چې د موسیقۍ نوبل بلل کېږي، د ګټلو په خاطر به دواړه؛ هم د افغانستان د موسیقۍ انتستیوت او هم میتالیکا ډله یو – یو ملیون سویدني کرونه، چې یولکو ۲۵ زره ډالره کېږي، ترلاسه کړي.

دوی ته به دا جایزې د سږ کال د جون په څوارلسمه په ستاکهلم کې د سویډن د پاچا شپاړسم کارل ګوستاف په حضور کې ورکړل شي. د جایزې مراسم به له تلویزیون څخه په مستقیم ډول خپاره شي.

د افغانستان د موسیقۍ د انستیتیوت بنسټ په ۲۰۱۰ م کال د استاد احمد سرمست له لوري کېښودل شو.

په دغه انستیتیوت کې افغانانو ته، هم افغاني او هم لوېدیځه موسیقي ښودل کېږي.

دغه انستیتیوت هڅه کړې چې اصیلې افغاني موسیقۍ ته، چې د پر له پسې جنګونو له کبله د مرګ او ژوند په حال کې وه، بېرته سا ورکړي.

سرمست او د موسیقۍ ډلې یې د نړۍ په سترو ښارونو کې افغاني موسیقي اجرا کړې چې تر ټولو وروستی کنسرت یې تېر کال د سویس په داووس کې د نړۍ د اقتصادي کنفرانس برخوالو ته وړاندې کړ.

میتالیکا، چې په امریکا او په ګڼو نورو هیوادونو کې ملیونونه مینه وال لري، د راک موسیقۍ ډله ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.