د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د نوم لیکنې پروسه پیل شوه

دآزادی راډیو

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د نوم لیکنې پروسه نن په رسمي توګه پیل شوه.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نوم لیکنې ته بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست د شنبې د ورځې په ماسپښین ازادي راډیو ته وویل چې په لومړۍ ورځ تراوسه هېڅ چا هم په رسمي ډول ځان نه دی کاندید کړی.

ده وویل:

“د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چمتوالی نیولی، له مهال وېش سره سم یې د بودجې مسوده بشپړه کړې، د حساسو معلوماتي او بشري قوې په برخو کې کار روان دی، په یوې بلې طرحې کار کوو چې انتخاباتي سیمه ییز کارکوونکي تبدیل او حتی لېرې کړو.”

په ورته وخت کې د دغه کمېسیون د بهرنیو اړیکو سلا کار عبدالخبیر مومند وايي چې له تېرې چهارشنبې راهیسې د انوارالحق احدي، نورالحق علومي، حنیف اتمر، عنایت الله حفیظ، عظیم الله عظیمي، نور رحمان لېوال، سید نورالله جلیلي، فضل رحیمي، زلمي رسول او محمد حکیم تورسن په ګډون، شااوخوا ۱۷ کسانو له کمېسیونه معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي.

له دې وړاندې اوسني افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د نا تمامو کارونو د بشپرېدو لپاره غواړي چې یو ځل بیا جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه به دولس ورځې دوام وکړي او د کاندیدانو ابتدايي لېست به د جدي په اتلسمه نېټه او وروستی به یې د دلوې په ۲۶مه اعلانېږي.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو په شرایطو د برابرې کړنلارې له مخې، هر افغان چې دوه ګونی تابعیت ونه لري، څلوېښت کلن وي، یو لک تذکرې له ځان سره ولري، په جنايي او بشري ضد جرمونو نه وي تورن، پانګه یې ثبت شوې وي، روغتیا یې تضمین وي، کولای شي چې ځان کاندید کړي.

په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل د میاشتې په ۳۱ مه نېټه ترسره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې د ولسي جرګې له انتخاباتو په درس اخیستلو د جمهوري ریاست انتخابات په شفاف ډول ترسره کړي.
ده وویل:
“موږ د جمهوري ریاست انتخابات په وړاندې لرو، که خدای مه کړه متقلب خلک د افغانستان پارلمان ته لاره پیدا کړي، طبعیي ده چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو پروسه به د ولسي جرګې د انتخاباتو د درغلۍ او ظالمې پرېکړې تر تاثیر لاندې راشي او پیکه پروسه به وي.”

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو چې د ولسي جرګې له تېرو انتخاباتو زده کړي او هغه ستونزې چې په تېرو انتخاباتو کې ترسره شوې، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به تکرار نه شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.