د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

 

تاند – د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن چارشنبه /د حوت ۱/ په کابل کې د پاکستان سفیر، زاهد نصرالله، د هغه د تېرې ورځې د څرګندونو له امله احضار کړ او د افغانستان د حکومت اعتراض لیک یې ورته وسپاره.

د پاکستان سفیر د سې شنبې په ورځ /د دلوې ۳۰مه/ په کابل کې خبریالانو ته ویلي وو چې که د پاکستان او هندوستان تر منځ جنګ ونښلي دا حالت به د افغانستان د سولې په روانو هڅو ناوړه اغېز وکړي خو دا یې نه وه په ډاګه کړې چې ولې به دا کار وشي.

د پاکستان او هندوستان تر منځ تاوتریخوالی وروسته له هغه ډېر شو چې د پاکستان له خوا ملاتړ کېدونکې یوې ترهګرې ډلې په هندوستان کې په یوه ترهګریز برید کې له څلوېښتو څخه ډېر هندي عسکر ووژل او هندوستان یې سخت په غوسه او غبرګون ته اړ کړ.

ویل کیږی، چې د پاکستان د استخباراتي ادارو او ملاتړ کېدونکو افراطي سازمانونو له خوا په ۷۲ ساعتونو کې دننه د دغه هېواد په درې ګاونډیانو؛ هندوستان، افغانستان او ایران کې ترهګریزې پېښې ترسره شوې.

په یوه ترهګریزه پېښه کې یې هندي عسکر ووژل او په بله کې یې ایراني عسکر ووژل خو افغان ځواکونو هغه لارۍ ونیوله چې پاکستان په کې د چراټ سمنټ په نامه بوریو کې افغانستان ته د برید کولو لپاره چاودېدونکي توکي رالېږل.

ویل کیږي چې پاکستان له نژدې ۴۴ کالونو راهیسې د افغانستان د ورانولو او د افغانانو د وژلو لپاره ترهګر تربیه کوي او تمویلوي خو تل له خپل دغه کار څخه انکار کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.