د افغانستان حکومت بامیان ته د اسماعیل قاآني د سفر په اړه څېړنه کوي

دآزادی راډیو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، بامیان ته د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواکونو نوي قومندان اسماعیل قاآنی د سفر په اړه څېړنې کوي.

ښاغلي قاآني چې څو ورځې وړاندې د قدس ځواکونو د وژل شوي مشر قاسم سلیماني ځایناستی وټاکل شو، تېر کال افغانستان ته سفر درلود او د بامیان له والي سره یې لیدلي وو.

د بامیانو ولایت پر فیسبوک پاڼې له والي طاهر زهیر سره د هغه انځور خپور شوی و او لیکل شوي و چې ښاغلي زهیر “کابل کې د ایران د سفیر له مرستیال ښاغلي اسماعیلي سره ولیدل.”

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان نن (جدي ۱۷مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د اسماعیلي په نوم هېڅڅوک په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال نه دی پاتې شوی.

ښاغلي زمان وویل: “موږ دا موضوع څېړو چې دغه سفر کله او څنګه شوی او هدف یې څه و؟ سفر تر ارزونې لاندې دی، خو اوس یوازې تائیدوو چې ښاغلی قاآنی هېڅکله [کابل کې] د ایران سفیر نه و.”
د بامیانو والي ویلي چې هغه مهال له کابله ورته خبر ورکړل شو چې د اسماعیلي په نوم د ایران سفیر غواړي بامیان ته سفر وکړي.

د بامیانو ولایت پر فیسبوک پاڼې لیکلي شوي چې بامیانو ته د “ایران د سفیر مرستیال” هدف دا و چې د امام خمیني د ۱۲۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې وارزوي. دغه روغتون د ایران په مرسته جوړېده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.