د افغانستان جمهوري ریاست بریتانیا ته د ولسمشر غني سفر ته ډېر هیله مند دی

دآزادی راډیو

ارګ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني به لندن ته په خپل درې ورځني سفر کې له بریتانیایي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست هيله لري چې دغه سفر به بريتانيا ته تر بل هر وخت ګټور او مثبت نتايج ولري.

ولسمشر غني به هغه هېواد ته په خپل دې سفر کې د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د افغانستان د سولې په بهير کې د بریتانیا په رول خبرې وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، د ولسمشر غني دا سفر د سولې په مشورتي جرګه کې د کړو ژمنو برخه ده چې ګام په ګام عملي کېږي.
ده زیاته کړه: د ولسمشر د سفر هدف د دوه اړخیزو روابطو پراخول دي او دغه راز د افغانستان د سولې له پروسیې به د بریتانیا د ملاتړ په اړه خبرې وشي، موږ خپله داخلي اجماع د سولې په مشورتي جرګه کې وښوده، بله مسئله سیمه ییزه او نړیواله اجماع ده، له نېکه مرغه چې له سیمې بهر هم یوه اجماع د جوړېدو په حال کې ده او موږ تمه لرو چې دغه راز اقدامات او تحولات چې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه رامنځته شوي، یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو په لار کې له موږ سره مرسته وکړي.

ارګ وایي، د سولې په پروسه کې د افغانستان سرې کرښې په یوه پرېکړه لیک کې مطرح شوې وې او ولسمشر غني هم جرګې ته د خپلو ژمنو د عملي کولو وعده ورکړې وه او د سیمه ییزې اجماع جوړول د دغو ژمنو یوه برخه ده.

ښاغلی مرتضوي وایي، د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان د سولې په تړاو مثبت اقدامات د ترسره کېدو په حال کې دي او افغان حکومت تمه لري چې له دې اقداماتو سره به تلپاتې سولې ته نور هم نږدې شي.

وړاندې تر دې جرمني هم ویلي چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو د کوربه توب لپاره یوې غونډې ته تابیا نیسي، داسې یوه غونډه چې د جرمني د چارواکو په وینا، د افغان حکومت استازي او طالبان به په کې ګډون کوي.

بل لور ته په کابل کې د چین سفیر د ملي امنیت له سلاکار سره په لیدنه کې د افغان سولې په تړاو د یوې ناستې جوړولو ته د چمتووالي خبره کړې، هغه چمتووالی چې جمهوري ریاست یې خوشبین او هیله مند کړی دی.

لندن ته د ولسمشر غني سفر په داسې حال کې دی چې کابل ته د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر اووم سفر وروسته، ټاکل شوی ډېر ژر قطر ته ولاړ شي.

د سولې عالي شورا تمه لري چې خلیلزاد او طالبان به په دی پړاو خبرو کې د پام وړ نتایجو ته سره ورسېږي.
د ولسی جرګې غړی جعفر مهدوي لندن ته د ولسمشر غني سفر هیله بښونکی بولي او وایي: افغان سیاستوال باید هڅه وکړي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره په اړیکو کې د بې طرفۍ اصل او توازن په پام کې ونیسي، په ورته وخت کې زموږ ملي ګټې ایجابوي چې موږ له دی ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ټینګې کړو، که افغان دولت یو اړخ ونیسي، نو دا کار به ناوړه پایلې ولري.

پاکستان تل په دې تورن شوی چې د افغانستان د سولې پروسه له بن بست سره مخ کوي، خو ښاغلی مهدوي وایي چې لندن پر پاکستان نفوذ لري، خو په دې شرط چې افغان حکومت وکړای شي چې د نړی د هېوادونو ترمنځ توازن په پام کې ونیسي.

وړاندې تر دې ولسمشر غني د روان میلادي کال د جون په څوارلسمه د قرغزستان په پلازمېنه بيشکېک کې د شانګهای سازمان په نولسمه سر مشریزه کې د افغان سولې په پرخه کې پر سیمه ییزه اجماع ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده.

بل لور ته اجئاییه ریاست وایي، د سیکا په غونډه کې چې د افغانستان په استازیتوب اجرائیه رئیس په کې ګډون کړی و، د سیکا د غړو هېوادونو مشرانو له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ګډی همکارۍ ژمنه کړې ده.

راپور: مرسلین ارسلا

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.