د افغانستان او پاکستان جګپوړي چارواکي پر دوه اړخیزو اړیکو ږغېږي

 
تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن /یکشنبه/ له یوه جګپوړي پلاوي سره پاکستان ته ځي.

اتمر، چې د افغانستان د ملي اردو جګپوړی پلاوی یې په دې سفر کې ملګری دی، د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي په بلنه دې هیواد ته سفر کوي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی اتمر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره هم وویني.

د پاکستان د (جیو) تلویزیون د راپور له مخې، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د پاکستان لوی درستیز به پر سیمه ییز امنیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

تېره میاشت (د اپریل ۷) د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي د ولسمشر غني په بلنه کابل ته راغی او د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو پر لارو چارو او د یوه میکانیزم پر جوړېدو یې خبرې وکړې.

افغانستان ته د عباسي د سفر په لړ کې دوو هیوادونو د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پر پلان (APAPPS) سلا وکړه.

دوی موافقه وکړه چې هیڅ هیواد، شبکې، ډلې یا فرد ته به اجازه نه ورکوي چې د دوو هیوادونو خاورې د ورانکارو فعالیتونو لپاره وکاروي او د دې چارې د څارنې، همږغۍ او د موافقې د عملي کولو لپاره به یو میکانیزم جوړوي.

د دغه میکانیزم د عملي کېدو لپاره په کابل او اسلام اباد کې څلور غونډې شوي دي.

د روانې مې په څوارلسمه د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې سره د دوو هیوادونو د سولې او پیوستون په څلورمه غونډه کې کډون وکړ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.